ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: د ښاروالۍ نوې نرخپاڼه تر پخوانيو نرخونو لوړه ټاکل شوې

خلک: د ښاروالۍ نوې نرخپاڼه تر پخوانيو نرخونو لوړه ټاکل شوې

author avatar
4 Sep 2021 - 16:33
خلک: د ښاروالۍ نوې نرخپاڼه تر پخوانيو نرخونو لوړه ټاکل شوې
author avatar
4 Sep 2021 - 16:33

جلال اباد (پژواک، ۱۳ وږی ۱۴۰۰): د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار اوسېدونکي وايي چې د ښاروالۍ له لوري نوې نرخپاڼه تر پخوانيو نرخونو لوړه ټاکل شوې او دغه راز لومړيتوبونه هم په کې په پام کې نه دي نيول شوي.

نيوکې دا دي چې لومړنۍ اړتياوې او هغه څه چې نرخونه يې ډېر لوړ شوي وړه او غوړي دي خو دغو توکو ته په نرخپاڼو کې هیڅ ځای نه دی ورکړل شوی.

د ښار اوسېدونکي غوښتنه کوي چې په نرخپاڼو دې له سره کتنه وشي، نرخونه دې راټيټ کړای شي او لومړيتوبونه دې په کې ځای پر ځای کړای شي.

دا نرخپاڼې د تېرې پنجشنبې په ورځ جلال اباد ښاروالۍ د اصنافو په مشوره جوړې کړي خو خلک وايي چې نرخپاڼې د خلکو نه بلکې د سوداګرو په خوښه دي.

د جلال باد ښار اوسېدونکی غلام الله چې د جلال اباد ښار ډنډ غاړې سوداګريز مارکېټ کې د سودا اخېستو په موخه راغلی وايي د اوړو پنځوس کيلوي بورۍ چې پخوا په ۱۷۰۰ افغانۍ وه، اوس يې په ۱۹۰۰ افغانۍ واخیسته خو وايي، چې د ښاروالۍ نوې نرخپاڼه کې د اوړو او غوړو نرخونو ته ځای نشته او ډېر عادي توکي يې په کې ځای پرځای کړي دي.

د جلال اباد ښار يو بل اوسېدونکی هلال الدين نيوکه کوي چې پخوا خیاطانو يوه جوړه جامې په ۳۵۰ افغانۍ ګنډلې خو اوس نرخپاڼه کې ۳۸۰ افغانۍ نرخ ټاکل شوی، دغه راز د خوراکي توکو نرخونه هم تر پخوا لوړ ټاکل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((ډېر مهم شيان يې پرېیښي، د چرګانو د پښو او سرونو نرخونه يې په کې ټاکلي، سيميان پخوا په سل افغانۍ کيلو و ، دوی ۱۵۰ افغانۍ نرخ ټاکلی، ډېر داسې شيان دي چې پخوا ارزانه و خو اوس لوړ ټاکل شوي دي.))

مدني فعال خانزاده افغان بيا نيوکه کوي چې د پخوا په پرتله د ګمرکونو تعرفې ټيټې شوي خو نرخونه لوړ شوي او نوی حکومت يې هیڅ غم نه خوري.

د جلال اباد ښار دوکانداران بيا وايي چې لا تر اوسه ورته نرخپاڼې نه دي رسېدلي او که ور ورسېږي نو بيا به يې د قانون له مخې عملي کوي.

نجيب الله چې ښار کې د خوراکي توکو دوکان لري وايي نرخونه دوی نه بلکې سوداګرو لوړ کړي او تر اوسه ورته نرخپاڼې هم نه دي رسېدلي چې د نويو نرخونو له مخې توکي خرڅ کړي.

خو د جلال اباد ښاروالۍ مسولين وايي چې د افغانيو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت لوړېدل او دا چې سوداګر ټول توکي بهر کې په ډالرو اخلي نو له امله د توکو نرخونه لوړ شوي دي.

د جلال اباد ښاروالۍ مرستيال يحي غفورزي پژواک اژانس ته وويل چې له سوداګرو سره يې مشورې پيل کړي چې نرخونه راټيټ کړي او نرخپاڼې له سره وټاکي.

دی وايي، په پيل کې ځينې ستونزې وي خو هڅې روانې دي چې ټولې ستونزې حل شي.

د يادونې ده چې د ننګرهار ترڅنګ په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم خلک د توکو له لوړو نرخونو څخه شکايت کوي او د طالبانو له حکومت څخه د کنټرول غوښتنه کوي.

Views: 7

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.