کابل (پژواک، ١٦ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١١٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې او اووه کسان يې له امله مړه شوي دي.
د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ١٦ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٢٤ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١١٠ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣٧٣٦ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٦٩ کسان په هرات، ١٥ په بدخشان، ١١ په کندهار، ٧ زابل، ٣-٣ په کابل او فراه او ٢ کسان په تخار ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٦٧٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١٢٧٢٩ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٧ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٥١ ته ورسېد.
د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢٢ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٨ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.
Views: 7
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن