ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار ښار پخوانۍ قول اردو ساحې سلګونو اوسېدونکو لاریون وکړ

د کندهار ښار پخوانۍ قول اردو ساحې سلګونو اوسېدونکو لاریون وکړ

author avatar
14 Sep 2021 - 14:08
د کندهار ښار پخوانۍ قول اردو ساحې سلګونو اوسېدونکو لاریون وکړ
author avatar
14 Sep 2021 - 14:08

کندهار (پژواک، ۲۳ وږی ۱۴۰۰): د کندهار ښار د پخوانۍ قول اردو سیمې سلګونو اوسېدونکو (نارینه او ښځینه وو) د طالبانو د هغې پرېکړې په غبرګون کې لاریون وکړ چې د دې سیمې اوسېدونکي دې د درېیو ورځو په موده کې له خپلو کورونو ووځي.

بل خوا طالبانو د لاریون د خبري پوښښ پر مهال یو سیمه ییز خبریال وهلی دی.

که څه هم د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د پخوانۍ قول اردو سیمه د دولت اړوند ده، خو له تېرو شلو کلونو راهیسې په کې شاوخوا ۳زره کورنۍ ژوند کوي چې ډېرو یې په خپل لګښت دلته کورونه جوړ کړي دي.

لاریون کوونکو له همدې ځایه لاریون پیل کړ او له خپلو غوښتنو سره د ولایت تر مقام پورې لاړل.

د دغې سیمې اوسېدونکو اعتراض کوونکو ویل چې دلته اوسېدونکي ټول خلک بې وزله او ناتوانه دي، په ډېر کړاو یې په خپل لګښت کورونه جوړ کړي، طالبان دې دوی له خپلو کورونو نه باسي او یا دې بل ځای د دوی د سرپناه غم وخوري.

د حاجي محمد په نوم د دغې سیمې یوه اوسېدونکي او د لاریون ګډونوال پژواک خبري اژانس ته وویل، طالبانو تېره شپه د جوماتونو له لاوډسپېکرونو اعلانونه وکړل چې د قول اردو ټول اوسېدونکي دې تر راتلونکو درېیو ورځو پورې کورونه خالي کړي.

دی وايي، نن خلک د طالبانو د دې پرېکړې په اعتراض کې راټول شوي او له هغوی غوښتنه کوي چې د دې ځای له اوسېدونکو سره دې دا ظلم نه کوي.

هغه زیاته کړه: ((تاسې په خپله پوهېږئ چې پر وطن بده ورځ راغلې ده، په دغه حال کې موږ ډوډۍ نه لرو، مګر هغوی مو له کوره باسي.))

د ده په خبره، دا سمه ده چې دغه دولتي ځای دی، خو له تېرو شلو کلونو راهیسې په کې خلکو په ډېر کړاو په خپل لګښت خامه کورونه جوړ کړي دي او اوس ورڅخه ایستل کېږي.

د لاریون بل ګډونوال هارون اغا پژواک اژانس ته وویل، په پخواني قول اردو کې یې د خپلې کورنۍ د استوګنې لپاره خامه کور د معلمۍ په ۷زره افغانۍ معاش جوړ کړی چې یوه میاشت به یې دروازه رانیوله، بله میاشت کړکۍ او بله میاشت بل څه.

دی وايي، په داسې حال کې چې ان د کرايي کور د نیولو توان نه لري، خو طالبان ورته وايي چې له کورونو ووځي.

د ده په خبره، له طالبانو لومړیتوبونه ورک دي، د دې پر ځای چې د خلکو د ژوند، کار او روزګار غم وخوري، برعکس هغوی بې کوره کوي.

ده وویل، داسې یې اورېدلي چې طالبان ځکه له دې سیمې خلک باسي چې پلان لري خپلې کورنۍ دغلته مېشتې کړي، خو په خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی کړی.

خو د کندهار ولايت مقام د رسنیو له مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: “د کندهار ښار د زړې قول اُردو ‹‹فرقې›› اوسېدونکي دې په خپلو کورونو کې د اوس لپاره پر خپل ځای پاتې وي. د دې موضوع لپاره به مشران له دې وروسته پرېکړه وکړي، ځکه زیاتې داسې کورنۍ هم شته چې دا کورونه یې خپله جوړ کړي دي.”

د یادونې ده چې د تېر نظام پر مهال چارواکو څو ځلې وغوښتل دغه سیمه تخلیه کړي او پر ځمکه یې ملي پارک ورغوي، د خلکو دغو ستونزو ته په کتو دغه پلان له ننګونو سره مخ شو او تر پایه عملي نه شو.

خو په خپله طالبانو تر اوسه په دې اړه وضاحت نه دی کړی چې تر تخلیې وروسته د دغې سیمې لپاره څه پلان لري؟

بل خوا د همدې لاریون پر مهال طالبانو د ملت غږ په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو خبریال بسم الله وطندوست وهلی دی.

وطندوست پژواک خبري اژانس ته وویل، له لاریون کوونکو سره د همدې موضوع په تړاو په مرکو بوخت وو چې طالبانو وواهه او د هغه د کار مخنیوی یې وکړ.

دی وايي، طالبانو له ده سره د لا ډېر تشدد هڅه کوله خو لاریون کوونکو ورڅخه وژغوره.

نوموړي په داسې حال کې چې دغه چلند سخت خواشینی کړی و، پژواک ته وویل، خبریالان د ولس او چارواکو تر منځ د پول حیثیت لري، د ولس ستونزې تر چارواکو او د چارواکو پرېکړې تر ولس پورې رسوي، نو بیا ولې دغسې چلند او تشدد ورسره کېږي؟

په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د دندې پر مهال له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې ډېرې شوې دي.

طالب چارواکو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 430

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.