کابل (پژواک، ٢٦ وږى ١٤٠٠): د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې، په ټوله نړۍ کې له کرونا د مړه شوو کسانو شمېر ٤،٦ ميليونو ته ورسېد.
کرونا ويروس چې لومړى د چين په اووهان ښار کې پيدا شو، وروسته د نړۍ په شاوخوا ٢٠٠ هېوادونو او سيمو کې خپور شو، اوس په ډېرو هېوادونو کې کنټرول شوى، خو په ځينو هېوادونو کې اوس يې هم کچه لوړه ده.
د نړيوالو سرچينو د معلوماتو له مخې چې د کرونا په اړه ارقام خپروي، تر نن (د وږي ٢٦ مه) پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ناروغانو شمېر ٢٢٧ میلیونو ته رسېدلی دی.
دې سرچينې زياته کړې چې تر اوسه څه باندې ٢٠٤ ميليونه ناروغان له دې ناروغۍ بېرته روغ شوي او ٤،٦ ميليونه کسان يې له امله مړه شوي دي.
د خپرو شوو معلوماتو او ارقامو له مخې، هره ورځ په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځه سوه زره کسان پر کرونا اخته او زرګونه نور مړه کېږي.
د راپورونو له مخې، په امريکا کې تر اوسه ٤٢ ميليونه، په هندوستان کې ٣٣ ميليونه او په برازيل کې ٢١ ميليونه کسان پر کرونا اخته شوي دي.
سرچينې زياته کړې چې په امريکا کې ٦٨٨ زره، په هندوستان کې ٤٤٤ زره او په برازيل کې ٥٨٩ زره کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
دغه راز روسيه، کولمبيا، مکسيکو، سوېلي افريقا، هسپانيه، ارجنټاين، چيلي، برېتانيا، ايټاليا، جرمني، ايران، ترکيه او پيرو هغه هېوادونه دي چې په کې د کرونا د ناروغانو او مړو شمېر ډېر دی.
په افغانستان کې تر اوسه ١٥٤٤٨٧ کسان پر کرونا اخته شوي، ٧١٨٦ کسان مړه او څه باندې ١٢١ زره کسان بېرته روغ شوي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن