کابل (پژواک، ۱۱ تله ۱۴۰۰): د کابل ښار عیدګاه جومات ته څېرمه په داسې حال کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې چې نن په دغه جومات کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د مرستیال ذبیح الله مجاهد د مور د فاتحې مراسم وو.
ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي: «نن ماسپښین د کابل ښار عیدګاه جامع مسجد دروازې ته نږدې سیمه کې د ملکي خلکو په یوه تجمع کې بمي چاودنه وشوه، چې له امله یې متأسفانه یو شمېر ملکي هېوادوالو ته تلفات واوښتل.»
د احمدزبیر په نوم د سیمې یو اوسېدونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې وروسته نږدې څلور بجې یاد جومات ته څېرمه د چاودنې غږ واورېدل شو.
ده د جزییاتو له ورکولو پرته وویل چې تر چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم واورېدل شول.
د هغه په وینا، امنیتي کسان خلکو ته اجازه نه ورکوي چې د چاودنې ځای ته ورشي.
د جمهوريت روغتون سرطبيب وايي چې له نننۍ چاودنې ورته ۳ ټپيان او يو جسد ور وړل شوي دي.
خو یو عیني شاهد وایي، چې کابل کې د جمهوریت روغتون ته تر شپږو ډېر ټپیان وروړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP