ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لښکرګاه کې د ۶،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پارک د جوړولو چارې روانې دي

په لښکرګاه کې د ۶،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پارک د جوړولو چارې روانې دي

author avatar
4 Oct 2021 - 13:50
په لښکرګاه کې د ۶،۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پارک د جوړولو چارې روانې دي
author avatar
4 Oct 2021 - 13:50

لښکرګاه (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰): د هلمند په لښکرګاه ښار کې د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې ۷۰ سلنه مخ ته تللي او پاتې ۳۰ سلنه چارې به یې هم ژر بشپړې شي.

دغه پارک د لښکرګاه ښار د دویمې امنیتي حوزې په ساحه کې جوړېږي.

د پارک د رغنیزو چارو مسوول انجنیر عباس پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد شوی پارک ۶۰۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره بر لري چې د جوړولو چارې به یې په نږدې راتلونکې کې په فني او بنسټیزه توګه بشپړې شي.

هغه زیاته کړه، د پارک پر جوړولو ۶،۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې ورکول کېږي.

دی وايي، د پارک له جوړولو سره به د ښار دغه څنډه ښکلې شي او خلکو ته به د تفریح اسانتیا هم برابره شي.

ده خبر ورکړ چې پارک ته څېرمه ځینې ځمکې غصب شوي او موټر پلورنځي ورباندې جوړ شوي چې ژر به له غصبه خلاصې او د ښاروالۍ له خوا به ورباندې ځینې ودانۍ جوړې شي.

هغه وویل: ((دا په اصل کې د لښکرګاه ښار د شنه کمربند ساحه ده، د ښاروالۍ مشرتابه د موټر پلورنځيو له مسوولینو سره په خبرو بوخت دي څو دلته ټولې ځمکې له غصبه خلاصې شي او د شین کمربند ساحه پراخه شي.))

د ښاروالۍ له خوا د پلټنې په موخه ګومارل شوی امر سمیع الله مصعب وايي، چا ته اجازه نشته چې دولتي ځمکې غصب کړي او د شنه کمربند ساحه لاندې کړي.

دی وايي، له هغو سره به له اسلامي شریعت سره سم چلند وشي چې ځمکې یې غصب کړې دي.

د لښکرګاه ښاریان د پارک په جوړولو او له غصب څخه د شنه کمربند د ساحې د خلاصولو هرکلی کوي او له چارواکو غواړي چې ټولې درېدلې رغنیزې پروژې بېرته پيل کړي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی سید محمد وايي، هغه ځمکې چې له غصبه خلاصېږي، باید پارکونه او نور ټولګټي ځایونه ورباندې جوړ شي چې هم د ښار ښکلا ورسره ډېرېږي او هم خلکو ته د تفریح او هوساینې زمینه برابرېږي.

په لښکرګاه کې په داسې حال کې د تفریحي پارک او له غصبه د شنه کمربند ساحې د خلاصولو چارې روانې دي چې والي طالب مولوي څو ورځې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و چې د سیاسي بدلون پر مهال ټولې درېدلې پروژې به بېرته پیلوي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.