Language

په اوو ولایتونو کې د باران ورېدو اټکل شوی

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۱۴۰۵): د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست د هېواد په اوو ولایتونو کې د باران ورېدو اټکل کړی دی.

د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې، نن (سه‌شنبه) به په بادغیس، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې باران وشي.

د هواپېژندنې ریاست د دغو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ملي‌متره اټکل کړې ده.

یاد ریاست همدارنګه په مرکزي، لوېدیځو او جنوبي ولایتونو کې له دوړو او خاورو سره مل د شدیدو بادونو لګېدو احتمال هم ښودلی چې چټکتیا به یې په ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلومتره وي.

Related Topics