ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خورشید ټلوېزیون کارکوونکي: اداره مو د درېیو میاشتو معاشونه نه اجرا کوي

د خورشید ټلوېزیون کارکوونکي: اداره مو د درېیو میاشتو معاشونه نه اجرا کوي

author avatar
4 Oct 2021 - 17:04
د خورشید ټلوېزیون کارکوونکي: اداره مو د درېیو میاشتو معاشونه نه اجرا کوي
author avatar
4 Oct 2021 - 17:04

کابل ( پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰ ): د خورشید ټلوېزیون یو شمېر کارکوونکي وايي، د درېیو میاشتو معاشونه یې پاتې دي، خو اداره یې نه ورکوي.

یو شمېر خبریالان چې ښځې هم په کې وې، په همدې تړاو نن په کابل کې د اعتراض په توګه راټول شوي وو.

په دې اعتراضیه غونډه کې د خورشید ټلوېزیون کارکوونکي ارش افشار پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرو لسو کلونو راهیسې په دغه ټلوېزیون کې کار کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((د درېیو میاشتو معاش مو پاتې دی، څو ځلې مو د ادارې مسوولینو ته په دې اړه شکایت کړی خو نه یې راکوي، یوه او بله بهانه کوي.))

ده تور پورې کړ چې د ټلوېزیون رییس په داسې حال کې د خپلو کارمندانو معاش نه ورکوي چې د پیسو په مقابل کې داسې کسانو ته په رسنیو کې د کار کولو اسناد جوړوي چې ان یوه ورځ یې په هم په رسنیو کې کار نه دی کړی.

د دغه ټلوېزون بل کار کوونکي احمد الله ستانکزي پژواک ته وویل، ده ته هم د دریو میاشتو معاش نه دی ورکړل شوی.

دی وايي، هره ورځ د معاش تر لاسه کولو لپاره دفتر ته ورځي خو ګټه نه کوي.

نوموړی زیاتوي: ((دا زموږ حق دی، معاش مو باید راکړل شي، دا ښکاره زور زیاتی دی.))

زرمینه هم یوه له اعتراض کوونکو ده چې مخکې یې په دغه ټلوېزیون کې دنده ترسره کوله.

هغې پژواک ته وویل، د دفتر رییس یې له کوم لامل پرته د دریو میاشتو معاش او د ټرانسپورټ لګښت ګرځولي او نه یې ورکوي.

دې هم تور پورې کړ چې د ټلويزیون رییس ډېرو کسانو ته اسناد جوړ کړي او د دوی پر ځای یې بهرنیو هېوادونو ته لېږلي دي.

د خورشید ټلوېزیون اجرایوي رییس انیس سادات د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې د کارکوونکو د مخکنیو میاشتو معاشونه یې ورکړي یوازې د یوې میاشتې او ۲۴ ورځو معاشونه یې پاتې دي چې د نه ورکړې لامل یې بانکي محدودیتونه او ستونزې دي.

په خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د خبریالانو له نوم څخه ناوړه ګټه اخیستنه او خلکو ته اسناد جوړول بې بنسټه خبرې دي او حقیقت نه لري.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.