کابل (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۵): قزاقستان، اوزبېکستان او متحده عربي اماراتو د افغانستان له مسيره پاکستان ته د رېلپټلۍ غځولو او د دغه هېواد له سمندري بندرونو سره د هغې د نښلولو په موخه د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی.
د قزاقستان د «کورسیف» خبري اژانس د راپور له مخې، د قزاقستان او اوزبېکستان د ترانسپورټ وزارتونو او د متحده عربي اماراتو د انرژۍ او زیربناوو وزارتونو دغه هوکړهلیک د نړۍوال ترانسپورټ، سوداګرۍ، لوژستیک او پانګونې په برخو کې د همکاریو د پراختیا په موخه لاسلیک کړی دی.
د راپور له مخې، درېیو هېوادونو هوکړه کړې چې د مرکزي اسیا ـ سوېلي اسیا (CASA) دهلېز د پروژې د عملي کېدو لپاره اړینې تخنیکي او اقتصادي څېړنې ترسره کړي.
په دغو څېړنو کې د اورګاډي پټلۍ د زیربناوو او اړوندو تاسیساتو د پراختیا د امکان ارزونه او تحلیلي څېړنې شاملې دي.
په راپور کې راغلي چې قزاقستان او اوزبېکستان د اورګاډي د پراخو شبکو او د پام وړ ترانزیټي ظرفیتونو لرونکي دي؛ په داسې حال کې چې متحده عربي امارات د ترانسپورټي زیربناوو د پراختیا، لوژستیک او د لویو پانګیزو پروژو پلې کولو برخه کې پراخه تجربه لري.
د يادې هوکړې له مخې، درې واړه هېوادونه غواړي له خپلو ظرفیتونو د کاسا پروژې د پرمختګ لپاره استفاده وکړي او د دې پروژې د عملي کېدو لارې چارې مشخصې کړي.
د پروژې د پرمختګ لپاره له لومړنیو ګامونو څخه به د یوې ګډې کاري ډلې جوړول وي چې د پروژې تخنیکي، اقتصادي او مالي مسایل به وڅېړي.
په همدې حال کې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سرګي ژومانګارین د روان میلادي کال په لومړیو کې په کابل کې د خبرو پر مهال د کاسا دهلېز له پروژې ملاتړ کړی و.
د کورسیف د راپور له مخې، دغه مسیر د دې وړتیا لري چې هر کال پرې تر ۱۰ میلیون ټنو پورې توکي د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته ولېږدول شي.
دغه دهلېز له اوزبېکستان او افغانستان څخه تېرېږي او د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره د پاکستان سمندري بندرونو ته د لاسرسي زمینه برابروي.