ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کرونا ۱،۶ میلیونه دوز واکیسن د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دی

د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کرونا ۱،۶ میلیونه دوز واکیسن د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دی

author avatar
6 Oct 2021 - 18:02
د روغتیا نړیوال سازمان: افغانستان کې د کرونا ۱،۶ میلیونه دوز واکیسن د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دی
author avatar
6 Oct 2021 - 18:02

کابل(پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): د روغتیا نړیوال سازمان په داسې حال کې په افغانستان کې د کرونا د ۱،۶ میلیونه دوز واکیسن د ضایع کېدو خبر ورکوي چې طبي پوهان د هغه پر ژر تطبیق ټینګار کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې که ۱،۶ میلیونه دوزه واکسین ژر تطبیق نه شي، له دې امله چې د پای نېټه یې نږدې شوې، ټول به ضایع شي.

دغه سازمان ویلي چې د یاد واکسین د ضایع کېدو د مخنیوي لپاره به د خپلو شریکانو په مرسته د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې کمپاین پیل کړي.

په ورته مهال د روغتیای وزارت مخکني سلاکار بازمحمد شېرزاد اندېښه څرګنده کړه چې که ۱،۶ میلیون دوزه واکسین ژر تطبیق نه شي، ضایع به شي او زیاته یې کړه چې خلک باید وهڅول شي څو دغه واکیسن تطبیق کړي.

هغه زیاته کړه: «د یاد واکسین له ضایع کېدو سره به له ۱،۵ میلیونو ډېر هغه افغانان د کرونا پر وړاندې د معافیت له چانس څخه بې برخې شي چې په کرونا ناروغۍ د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي.»

نوموړی وایي چې یو دوز واکیسن افغانستان ته په شاوخوا ۳۰ ډالر تمامېږي، که حساب ورته وشي د هغه واکسین  لګښت چې د ضایع کېدو له ګواښ سره مخ دی، شاوخوا ۴۸میلیونه امریکایي ډالره کېږي.

دغه طبي کارپوه روغتیا وزارت ته وړاندیز وکړ څو له ۵۰ کلونو د لوړ عمر کسان، د متمه ناروغیو لرونکي، د ښار تراسپورټي سکټور او لیني موټر چلوونکي، دوکانداران او د عامه خدماتو وړاندې کوونکي، ژر واکیسن کړي.

به رابعه بلخي روغتون کې د داخله ناروغیو ډاکتر سید مسیح الله هاشمي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې واکسینونه په ټوله کې د ټاکلې نېټې د تېرېدو او په معینه درجه کې د نه ساتلو له امله ضایع کېږي.

هغه زیاته کړه: «د کرونا واکسین باید د تاریخ له تېرېدو مخکې استفاده شي او دغه راز په معینه درجه کې وساتل شي، له دې پرته له ګټې اخیستنې لویږي.»

د سرچینې په وینا، روغتیا وزارت باید له ګواښ سره د مخ قشرونو لپاره ژر د واکسین د تطبیق په موخه د پوهاوي پروګرامونه پیل کړي.

خو د عامې روغتیا وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې له یوې نیمې میاشتې راهیسې په افغانستان کې د کرونا له امله د مړو او ناروغانو په شمېر کې د پام وړ لږوالی راغلی دی.

Views: 22

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.