کابل (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۰): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا څانګه وایي چې د رواني روغتیا په برخه کې د بودجې د کموالي له امله د رواني ناروغیو په درملنه کې ځینې نیمګړتیاوې موجودې دي.
د رواني روغتیا نړیواله ورځ چې هر کال د اکتوبر په لسمه چې د تلې له ۱۸مې سره برابره ده، د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې نمانځل کېږي او هېوادونه له یادې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره خپلې ژمنې نوې کوي.
د عامې روغتیا وزارت د رواني روغتیا ډیپارټمنټ له لوري خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې سږ کال د دې نړیوالې ورځې شعار «په نا برابره نړۍ کې رواني روغتیا: موږ په ګډه کولای شو تفاوت رامنځته کړو» دی.
سرچینې لیکلي: «دغه شعار په ۲۰۲۱ کال کې داسې مهال ټاکل شوی چې د ټیټ او متوسط عاید لرونکو هېوادونو ډېری خلک لا هم د نابرابرۍ له امله د رواني روغتیا خدمتونو ته لاسرسی نه لري چې د فیصدۍ له مخې، له ۷۵ تر ۹۵ سلنې رسېږي. ان په هغو هېوادونو کې هم دغه وضعیت ډېر توپیر نه لري چې خلک یې ډېر عاید لري.»
په اعلامیه کې راغلي، په افغانستان کې داسې مهال په هرو پنځو کسانو کې یو یې له رواني ناروغۍ ځوریږي چې د روغتیا له یو سلنې لږ بودجه د رواني روغتیا برخې لپاره ځانګړې شوې ده.
د رواني روغتیا ډیپارټمڼټ ویلي چې په یاده برخه کې د بودجې لږوالي له امله، په هېواد کې د رواني ناروغیو درملنه کې نیمګړتیاوې رامنځته شوې دي.
.
سرچینې لیکلي: «ډېری هغه مستحق کسان چې د رواني روغتیا له ستونزو سره مخ دي او سمدستي درملنې ته اړتیا لري؛ درملنې ته د نه لاسرسي له امله له ستونزې سره مخ دي، هغوی د خپلو کورنیو له غړو سره له یو ډول رواني ناروغۍ او دوامداره تبعیض سره مخ دي.»
د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویلي چې د رواني روغتیا خدمتونو ته د لاسرسي لرونکو او له دغو خدمتونو د بې برخې کسانو ترمنځ واټن په پراخېدو دی، دا په داسې حال کې دی چې د رواني روغتیا مستحق کسان دوامداره پاملرنې ته اړتیا لري.
په اعلامیه کې راغلي: «اړتیا ده چې په دې برخه کې کار او سمدستي عمل وکړو، په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د رواني روغتیا نړیواله ورځ د (په نابرابره نړۍ کې رواني روغتیا) تر شعار لاندې نمانځل کېږي او موږ ته دا جرئت راکوي چې پر هغو موضوعاتو تمرکز وکړو چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د روغتیا له نامساوي والي سره مخ یو. باید ووایو چې له رواني روغتیا پرته، روغتیا تکمیل نه ده.»
د عامې روغتیا د مخکې وړاندې شوو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد له ۳۵ میلیونه خلکو څخه ۴۶ سلنه یې رواني ناروغي نه لري.
خو د رواني روغتيا د ناروغیو متخصص او د افغانستان د ارواپوهانو د اتحاديې رییس ډاکتر عزيز الدين همت د روان کال د تلې میاشتې په ۷مه پژواک ته وويل چې په رواني ناروغيو د اخته کسانو شمېر د رسمي ارقامو په پرتله لوړ دى.
هغه پر رواني ناروغیو د اخته کسانو د شمیر د ډېریدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وویل، که چېرې د هغه عواملو مخه ونه نیول شي چې په یوه شخص کې د رواني ستونزو لامل کېږي، نو په یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمېر به دوه برابره شي او ناوړه پایلې به ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP