ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“لوړو زده کړو وزارت دې د شیخ زاید پوهنتون ستونزو ته رسېدنه وکړي”

“لوړو زده کړو وزارت دې د شیخ زاید پوهنتون ستونزو ته رسېدنه وکړي”

author avatar
31 Oct 2021 - 14:42
“لوړو زده کړو وزارت دې د شیخ زاید پوهنتون ستونزو ته رسېدنه وکړي”
author avatar
31 Oct 2021 - 14:42

خوست ښار (پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د خوست شيخ زايد پوهنتون مسوولينو د لوړو زده کړو له وزارته غوښتنه وکړه چې د دغه پوهنتون ستونزو او مشکلاتو ته دې پر وخت رسېدنه وکړي.

هغوی دا څرګندونې نن (د لړم ۹مه) په دغه پوهنتون کې هغې غونډې ته وکړې چې له مرکز کابل څخه ورغلي د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري مرستيال په مشرۍ يو پلاوي هم ګډون درلود.

د خوست شيخ زايد پوهنتون علمي مرستيال شفيع ګل شفيقي دغې غونډې ته وويل چې د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ چې دغه پوهنتون ورسره مخ دی، يوه هم د پوهنتون د پاتې برخې د احاطې نه شتون دی.

هغه وويل، که پاتې برخه هم په اساسي ډول احاطه شي، نو د پوهنتون په ساتنه او ښکلا کې مهمه ونډه لرلای شي.

شفيع ګل شفيقي وويل، بله لويه ستونزه چې په اوس وخت کې يې حل ته اړتيا ته لري، هغه د کدري روغتون فعالول دي.

هغه زياته کړه چې په دغه روغتون کې د ميليونونه امريکايي ډالرو په ارزښت طبي وسايل موجود دي چې فعالولو ته يې جدي اړتيا ليدل کېږي.

ده وويل، د روغتون ودانۍ او اړوند ټول طبي وسايل موجود دي، خو د جاري مصرف لپاره شيخ زايد پوهنتون کافي بودجه په واک کې نه لري.

نوموړي د لوړو زده کړو له وزارت غوښتنه وکړه چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي، څو ياد روغتون چې کلونه مخکې جوړ شوی، فعال شي.

هغه همدا ډول زياته کړه چې په تېر نظام کې د کدري روغتون لپاره د دويمې ودانۍ د جوړېدو لپاره ۴۹ ميليونه افغانۍ منظورې شوې او ټول قانوني مراحل يې طی شوي، نو له نوي نظامه يې هيله دا ده چې د دې ودانۍ عملي چارې پيل کړي.

په ورته مهال دغې غونډې ته د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي اسدالله فريد په خپلو خبرو کې وويل، حکومت د لوړو زده کړو د معياري کېدو په برخه کې خپلې هلې ځلې پيل کړې دي.

نوموړي وويل، ټولې هغه ستونزې او مشکلات چې د خوست شيخ زايد پوهنتون ورسره مخ دی، له اړوندو لوړو پوړو حکومتي چارواکو سره شريکې او د حل په موخه به يې کوټلې ګامونه واخيستل شي.

هغه همدا ډول ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به ټول دولتي پوهنتونونه د محصلينو پر مخ پرانيستل شي او په نورمال ډول به خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي.

ده زياته کړه، ټولې هغه ستونزې او مشکلات چې په دې برخه کې موجودې وې، د هغوی د له منځه وړو لپاره يې پر ځانګړو طرحو باندې کار کړی او ډېر زر به عملي شي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.