ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې د بې کیفیته تېلو د پلورلو په تور ۳۱ د تېلو پمپونه وتړل شول

په هلمند کې د بې کیفیته تېلو د پلورلو په تور ۳۱ د تېلو پمپونه وتړل شول

author avatar
31 Oct 2021 - 18:16
په هلمند کې د بې کیفیته تېلو د پلورلو په تور ۳۱ د تېلو پمپونه وتړل شول
author avatar
31 Oct 2021 - 18:16

لښکرګاه ( پژواک، ۹ لړم ۱۴۰۰): د هلمند د انحصاراتو ادارې د دغه ولایت په ګرشک، نادعلي، مارجه، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې ۳۱ د تېلو پمپونه وتړل.

چارواکي وايي، د تېلو دغه پمپونه یې د بې کیفیته تېلو د پلور او د لېټر د کمې اندازې له امله وتړل.

د هلمند د انحصاراتو ادارې رییس ملا عبدالکریم عابد پژواک خبري اژانس ته وویل، په مرکز لښکرګاه او یو شمېر ولسوالیو کې یې د بې کیفیته تېل پمپونو په خلاف کمپاین پيل کړی دی.

هغه زیاته کړه، تر دې مهاله یې لسګونه د تېلو هغه پمپونه تړلي چې بې کیفیته تېل یې پلورل او یا یې د لېټر اندازه کمه وه.

ده وویل: ((په لښکرګاه، ګرشک، نادعلي، مارجه، ناوه او ګرمسېر ولسوالیو کې مو ۳۱ د تېلو پمپونه تړلي دي، د دغو پمپونو له جملې ځینو یې بې کیفیته تېل پلورل او د ځینو د لېټر اندازې کمې وې.))

د نوموړي په خبره، دغه کمپاین نورو ولسوالیو ته هم غځوي او هغه پمپونه به وتړي او څښتنان به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري چې بې کیفیته تېل پلوري او یا یې د لېټر اندازه تر ټاکلې هغې کمه وي.

هغه کسان چې د تېلو پمپونه یې تړل شوي، وايي د تېلو کیفیت دوی نه دی خراب کړی بلکې له لویه سره له بهره بې کیفیته تېل واردېږي چې پر پولو باید کنټرول شي.

د ګرمسېر ولسوالۍ د امیر اغا سیمې یوه پمپ لرونکي ګل احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېلو پمپ یې په دې تور تړل شوی چې ګواکې بې کیفیته تېل یې پلورل.

ده زیاته کړه: ((درې ورځې کېږي زما پمپ یې تړلی، هره ورځ لکونه افغانۍ زیان ګالم، د تېلو کیفیت موږ نه دی خراب کړی، بلکې له بهره همداسې بې کیفیته واردېږي.))

دی له چاروکو غوښتنه کوي چې د تېلو کیفیت دې پر پولو کنټرول کړي او دوی ته دې اجازه ورکړي چې بیرته خپل پمپ پرانیزي.

خو خلک د ولایتي ادارې د دغه اقدام هرکلی کوي او وايي، له یوې خوا د تېلو بیه لوړه شوې او له بلې خوا یې کیفیت هم خراب دی چې د دوی موټر زیانمن کوي.

د لښکرګاه ښار اوسېدونکی ځوان اغا وايي، دا ډېر ښه ګام دی، اکثریت پمپونه نه یوازې بې کیفیته تېل پلوري، بلکې د لېټر اندازې یې هم کمې دي.

خو نوموړی غوښتنه کوي چې د تېلو د کیفیت د څار تر څنګ دې یې بیې هم ټیټې شي.

د یادولو ده چې دا په هلمند کې لومړی ځل دی چې د بې کیفیته تېلو د پلور په تور پمپونه تړل کېږي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.