کابل(پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۰): په ټولنیزو شبکو کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د معاشونو د تعدیل طرحه لاس په لاس کېږي، خو چارواکي بیا دغه طرحه ردوي او وایي چې د معاشونو د سمون په اړه یې مشورې روانې دي.
ادعا: د مالیې وزارت رهبرۍ د ملکي خدمتونو د معاشاتو د تعدیل طرحه صادره کړې ده.
حقیقت موندنه: دغه مکتوب جعلي او د مالیې وزارت اړوند نه دی.
له پرون راهیسې په ټولنیزو شبکو کې د ( /۱۹/۰۳/۱۴۴۳ نېټې د ملکي خدمتونو کارکوونکو د تعدیل طرحه (ضمیمه شماره ۱) په نوم یو مکتوب په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي.
په دغه مکتوب کې د لومړي بست معاشونه ۲۸ زره او ۴۰۰ افغانۍ او د اتم بست معاش ۱۴زره افغانۍ ټاکل شوی دی.
خو د مالیې وزارت ویاند حمید اغندیوال، د دغه وزارت له لوري د یاد مکتوب خپرېدل ردوي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه مکتوب جعلي او د مالیې وزارت اړوند نه دی.
په همدې حال کې د سرپرست حکومت ویاند مرستیال بلال کریمي هغه مکتوب چې د دولتي مامورینو د معاشونو د تعدیل په اړه خپور شوی، تایید نه کړ خو هغه وويل چې د معاشونو د تعديل په اړه مشورې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د دولتي کارکوونکو د معاشونو تر منځ د انډول په اړه سختې نيوکې شوې وې او دولتي کارکوونکو تل غوښتنه کړې چې په معاشونو کې توازن رامنځته شي.
په مخکني نظام کې د دولت تر ټولو ټیټ معاش شاوخوا ۵۰۰۰ افغانۍ او لوړ معاش یې تر څو سوه زره افغانیو رسېده.
د اداري اصلاحاتو د خپلواک کمېسیون یوې طرحې له مخې چې په ۱۳۹۹ کال کې جوړه شوې وه، تر ټولو ټیټ دولتي معاش ۸ زره افغانۍ او لوړ معاش بیا ۵۸زره افغانۍ ټاکل شوی و.
Views: 121
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن