ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سنګین ویجاړ شوی بازار پر دې ولسوالۍ د تېر شوي ناورین کیسه کوي

د سنګین ویجاړ شوی بازار پر دې ولسوالۍ د تېر شوي ناورین کیسه کوي

author avatar
6 Nov 2021 - 15:47
د سنګین ویجاړ شوی بازار پر دې ولسوالۍ د تېر شوي ناورین کیسه کوي
author avatar
6 Nov 2021 - 15:47

لښکرګاه (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۰): د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ بازار چې یو وخت د دغه ولایت له مهمو بازارونو ګڼل کېده، اوس وران او ویجاړ پروت دی، دوکانونه او کورونه یې نړېدلي، د برېښنا پايې یې چپه شوي او ان ونې یې هم سوځېدلې دي.

 که څه هم اوس دلته جګړه نشته خو لا هم سکوت خپور دی او د ژوند ساه په کې ختلې ده، دلته وران کنډرونه او د سوځېدلو ونو ماتې څانګې پر دغې ولسوالۍ د تېرو شوو سختو جګړو او ناورین کیسه کوي.

دا د هلمند د مرکز لښکرګاه شمال ختیځ لوري په ۹۰ کیلومترۍ کې نه یوازې د سنګین ولسوالۍ بازار، بلکې مرکز هم دی.

سنګین د هلمند له هغو ولسوالیو ده چې د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال له بلې هرې هغې ډېره زیانمنه شوې ده.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، تېر شل کلونه دلته خونړۍ جګړې وشوې، سختۍ بمبارۍ، د سپکو او درنو وسلو کارول او د ماینونو چاودنې هغه څه دي چې د دغې ولسوالۍ د بازار په ګډون یې ډېرې سیمې له خاورو سره خاورې کړې.

د دغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي اغا لالا پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ ډېرې سیمې جګړو ویجاړې کړي خو تر ټول ډېر زیان بازار ته اوښتی چې د ولسوالۍ مرکز هم دی.

هغه زیاته کړه: «د ولسوالۍ مرکز له بازاره شروع د حاجي فتح محمد اکا تر پیچ پورې د سختو جګړو مرکز و، دا یو وخت ډېر پراخ بازار و خو په جګړو کې وران شو، د خلکو شتمنۍ چور او یا له منځه یووړل شوې او خلکو ته په میلیونونو افغانۍ زیان واوښت.»

د ده په خبره، له دغه بازار سره د ډېرو خلکو ژوند تړلی و خو جګړو هغوی کډوالۍ ته اړ کړل او تر اوسه د دې جوګه شوي نه دي چې بېرته راوګرځي.

نوموړی وايي، تر هغه چې حکومت د دغه بازار د بیا جوړولو او خلکو د راستنولو لپاره مرسته و نه کړي، خلک په یوازې ځان دا کار نه شي کولای.

هغه زیاتوي، جګړو او کډوالۍ د خلکو اقتصاد ته لوی زیان اړولی، اوس چې ژمی پر لارې دی ښايي د خلکو وضعیت نور هم خراب شي، حکومت باید د دغه بازار په جوړولو او د خلکو د زیانونو د جبرانولو لپاره لاس په کار شي.

دغه راز دی له مرستندویه ادارو هم غوښتنه کوي چې له خلکو سره مرستې وکړي څو خپل وران شوي بازارونه، کلي او کورونه بیا ورغوي او ژوند بیا عادي بڼه خپله کړي.

د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی حاجي غلام سرور هم وايي، د سنګین ولسوالۍ د بازار تر څنګ ټولې ودانۍ نړېدلي، کلي ویجاړ شوي، ویالې، پلونه، لارې، سړکونه، جوماتونه، ښوونځي او مدرسې په بل مخ اوښتي دي.

نوموړي پژواک ته وویل، خلک د سختو جګړو له امله له خپلو کورونو په داسې حال کې وتلو ته اړ شوي وو چې د خپلو کورونو د ډېرو توکو د وړلو توان یې هم نه درلود.

دی زیاتوي، اوس چې طالبانو واک تر لاسه کړی او جګړه درېدلې نو خلک غواړي بېرته خپلو سیمو ته راستانه شي او خپل کورونه ورغوي خو په یوازې ځان دا کار نه شي کولای.

نوموړی له حکومت او مرستندویه ټولنو غوښتنه کوي چې له دوی سره د کورونو په جوړولو کې مرسته وکړي.

په همدې مهال په سنګین ولسوالۍ کې ډاکټران وايي چې تېرو جګړو نه یوازې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي بلکې روغتیايي خدمات هم یو مخ درېدلي دي.

د صدیق الله په نوم یوه ډاکټر پژواک خبري اژانس ته وویل، اوسمهال په دې ولسوالۍ کې هیڅ روغتیايي مرکز نشته، مخکني روغتیايي مرکز په تېرو جګړو کې له منځه لاړ.

هغه زیاتوي: «دلته لویه شفاخانه او تر څنګ یې یو کلینیک و، اوس نه هغه د ولسوالۍ روغتون پاته دی او نه کلینیک، زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت یې په بیا جوړولو کې مرسته وکړي.»

د دغې ولسوالۍ یو بل روغتیا پال توریالی وايي، د ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي په کنډوالو کې اوسيږي، د څښاک پاکې اوبه نه لري، ځمکې یې شاړې او ویالې ویجاړې شوي او ښار په کنډواله بدل شوی دی.

د ده په خبره، خلک د ککړ چاپېریال د ناروغیو له ګواښ سره مخ دي، روغتون او کلینیک پر ځای پرېږده، لومړنیو درملو ته هم لاسرسی نه کېږي.

دی وايي، که د بیارغونې تر څنګ دغې برخې ته پام و نه شي نو په سیمه کې د پولیو او نورو خطرناکو ناروغیو خپرېدو ګواښ شته.

د هلمند ولایتي ادارې اړوند د شکایتونو اورېدو ادارې مسوول مولوي عبدالله نقشبندي وايي، تر خپل توان پورې هڅه کوي له خلکو سره مرستې وکړي او د هغوی ستونزې حل کړي.

هغه پژواک ته وویل: «زموږ اداره نوې ده، امارت تر خپلې وسې کوښښ کوي د تېرو جګړو پر مهال له زیانمنو شوو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.»

دا یوازې سنګین ولسوالي نه ده چې جګړو دغه حال ته رسولې ده، بلکې د هلمند ولایت نږدې ټولې ولسوالۍ له ورته وضعیت سره مخ دي.

Views: 662

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.