کابل (پژواک، ۲۳ لړم ۱۴۰۰): د استخباراتو ریاست وایي چې په کابل کې یې یو ماشوم له تښتوونکو ژغورلی او د ژغورنې په دغو عملیاتو کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي او درې نور ژوندي نیول شوي دي.
د استخباراتو لوی ریاست په دې اړه پر خپله ټويټرپانه يوه ويډیو خپره کړې، وایي چې ژغورل شوی ماشوم باطن الله نوميږي او یاد عملیات تېره ورځ د کابل په کارته نو سیمه کې شوي دي.
د یادو عملیاتو مسوول قاري حسن وايي، دغه عملیات تېره ورځ ترسره شوي چې په ترڅ کې یې دوه سړي تښتوونکي وژل شوي، درې نور ژوندي نیول شوي چې یو په کې ټپي دی.
دی وايي: «په دې قضیه کې ځینې ښځې هم لاس لري چې له انسان تښتوونکو سره یې لاس یو کړی، موږ خپل ولس ته ډاډ ورکوو چې د اسلامي امارت مجاهدین به د سر په بیه له خپل ولس او خلکو ساتنه کوي.»
په ویډیو کې له یادو درېیو نیول شوو کسانو د يوسف په نوم یو کس پر خپل جرم اعتراف کوي، وايي چې دغه ماشوم يې د کابل ښار د تايمنیو له پنځم سړکه تښتولی و.
ژغورل شوی ماشوم باطن الله هم په یادې ویډیو کې راڅرګندیږي، وايي: «سړي تښتنوونکو وتښتولم او يو کور ته يې يووړم، د اسلامي امارت مجاهدين راغلل او زه يې وژغورلم.»
د ياد ماشوم پلار غلام دستګیر هم له امنیتي ځواکونو خوښي څرګندوي او وايي چې زوی یې د روانې لړم مياشتې په اتمه تښتوونکو وتښتاوه او وروسته یې امنيتي ځواکونه په لټه کې وو چې تېره ورځ يې وژغوره.
Views: 190
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن