کابل (پژواک، ۲۳ لړم۱۴۰۰): د کابل ښار شهزاده سرای یو شمېر صرافان خبر ورکوي چې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه بې ساري ډول لوړه شوې او وايي، نن د دوو ورځو مخکې په پرتله د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه دوه سلنه لوړه شوې ده.
نن د لړم په ۲۳مه د یوه امریکايي ډالر اخیستو بیه ۹۴ افغانۍ ده، په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانۍ تبادله کېده.
د صرافانو په خبره، د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکني حکومت له سقوط وروسته د هېواد اقتصادي وضعیت له ستونزو سره مخ دی او افغانۍ د بې ثباتۍ په حالت کې ده.
د پژواک د راپورونو له مخې، د جمهوري نظام له سقوط یوه اوونۍ مخکې د هېواد بازارونو کې یو امریکايي ډالر په ۷۰ افغانۍ تبادله کېده چې اوس یې بیه د هغه وخت په نسبت ۳۴ سلنه لوړه شوې ده.
د کابل ښار شهزاده سرای کې د «صداقت» صرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د یوه امریکايي ډالر ارزښت ۹۴ افغانۍ دی، په داسې حال کې چې دوه ورځې مخکې یو امریکايي ډالر په ۹۰ افغانۍ تبادله کېده.
هغه وايي، په هېواد کې د سیاسي نظام له بدلون وروسته اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ دی چې له امله یې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه د لوړېدو په حال کې ده.
نوموړي دغه راز زیاته کړه: ((له بده مرغه په دغه وضعیت کې ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران د خپلو پیسو د باثباته کولو لپاره د افغانستان په بازارونو کې ډالر پېري، دې چارې هم د افغانۍ پر وړاندې د ډالر د بیې پر لوړېدو هم اغېز کړی دی.))
صداقت وايي چې په افغانستان کې د ډالرو د بې مورده ایستلو او نورو هغو عواملو چې د افغانۍ د بې ثباتۍ لامل شوي، مخه ونه نیول شي، د امریکايي ډالر بیه به نوره هم لوړه شي.
په ورته وخت کې د احمدشاه په نوم بل صراف وویل، له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره اړتیا ده چې نړیواله ټولنه خپلې مرستې بېرته پیل کړي، د افغان دولت پیسې له کنګل حالت څخه و ایستل شي، پر بانکونو وضعه شوي محدودیتونه لرې شي، له دې پرته به د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي.
د ده په باور، د یاد وضعیت دوام به د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت نور هم کم کړي او د ټولو وارداتي توکو بیې به لوړې شي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د حکومتي مسوولینو نظر واخلي خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه.
Views: 310
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن