پل علم (پژواک، ۱۳ لېندۍ ۱۴۰۰): د لوګر په مرکز پل علم ښار کې یو شمېر ځوانان د مطالعې فرهنګ د ودې په موخه د ښار پر واټونو وګرځېدل او پر خلکو یې کتابونه ووېشل.
دغه پروګرام د کتاب لوست ټولنې له خوا تنظیم شوی و چې ګډونوالو یې مطالعې ته د خلکو د هڅونې په موخه لیکلي شعارونه هم لېږدول.
په دغو شعارونو کې راغلي وو چې د مطالعې په مرسته کولای شي ځان او نور خلک له تیارو څخه رڼا ته را وباسي.
د کتاب لوست ټولنې استازي محمد رسول کامران پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د ننني پروګرام موخه په خلکو کې د مطالعې فرهنګ عامول او د یو او بل منل دي.
هغه زیاته کړه، په دې لړ کې د دغې ټولنې غړو او نورو فرهنګي ځوانانو په ښار کې پلی تګ وکړ او پر هټیوالو، موټر چلوونکو او ځوانانو یې په نمونوي توګه ۱۵۰ کتابونه ووېشل.
دی وايي، په دغو کتابونو کې دیني، ټولنیز او معلوماتي کتابونه شامل وو.
نوموړي اندېښنه وښودله چې له بده مرغه له کتاب او کتاب لوستنې سره د خلکو لېوالتیا کمه شوې چې دا ډېره اندېښمنوونکې ده.
دی زیاتوي: «هڅه کوو د ټولنې وګړي، په ځانګړې توګه ماشومان او ځوانان مطالعې ته وهڅوو، همدا د پوهاوي، یو بل زغملو او هېواد ژغورلو یوازینۍ لار ده.»
د یادې شوې ټولنې یوه غړي اعزازالدین وايي، دغسې مدني حرکتونه او فعالیتونه مطالعې ته د خلکو په هڅولو کې مهم رول لري.
هغه پژواک ته وویل، په دغه ولایت کې د مطالعې، علمي بحثونو او لیکوالۍ په برخه کې فعالیتونه پيکه شوي، ټول باید په ګډه هڅه وکړو چې بېرته یې ژوندي کړو.
ده یادونه وکړه چې کتاب لوست فرهنګي ټولنې له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې په ماشومانو او ځوانانو کې د مطالعې فرهنګ د غوړېدا او ودې په موخه د پوهاوي ډېرولو لپاره کار کوي.
د لوګر یو اوسېدونکی محمد نبي وايي، د بېلابېلو فرهنګي ټولنو تر څنګ دا د حکومت دنده ده چې په خلکو کې د مطالعې فرهنګ عام شي.
ده زیاته کړه، له بده مرغه په دغه ولایت کې عامه کتابتونونه نه دي جوړ شوي چې ماشومان او ځوانان په کې مطالعه وکړي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنک رییس رفیع الله صمیم وايي، په دغه ریاست کې کتابتون شته او ځوانان کولای شي هر وخت مطالعه په کې وکړي.
ده یادونه وکړه چې د مطالعې او لیکوالۍ د ودې لپاره به دوی هم ځینې ګامونه واخلي.
خو ده وویل، هغو کسانو چې نن یې په دې اړه غږ اوچت کړی، ټولنه یې له دغه ریاست سره ثبت نه ده او دا د دوی انفرادي حرکت و.
دغه راز نوموړی دا خبره رد کړه چې ګواکې لوګر کې ځوانان او نور له مطالعې سره علاقه نه لري.
په لوګر کې ځوانان په داسې حال کې د مطالعې د ودې هڅې کوي چې دغلته د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر چتر لاندې یوازې یو عامه کتابتون شته چې ډېر کم کسان د مطالعې لپاره ورځي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP