جلال اباد (پژواک، ۱۵ لېندۍ ۱۴۰۰): د جلال اباد ښار هټۍوال وايي چې په دې وروستيو کې یې کاروبار خراب شوى او د کرايې د ورکولو توان نه لري بايد ستونزه يې هواره شي.
دوی دغه راز شکايت کوي چې د حکومت له لوري پرې وضع شوي بېلابېل ډوله ټکسونو هم د دوی د عايد په پرتله د لګښت کچه لوړه کړې ده.
د جلال اباد ښاروالۍ مسوولین بیا د يادو ستونزو د حل په پار د يوه کمېسیون د جوړېدو خبره کوي او زیاتوي چې هڅه کوي ترڅو په ښار کې د هټيو کرایې راټيټې کړي.
جلال اباد ښار چې پخوا به د ژمي په موسم کې د ډېرو ولايتونو خلک ورته راتلل او ګڼه ګوڼه به يې زياته وه، سږکال يې هغه خونده نشته او دوکانداران وايي چې د دوی روزګار هم سخت خراب شوی دی.
په جلال اباد ښار کې يو درمل پلورونکی حيات الله حميدي وايي چې د تېر په څېر يې کاروبار خوندور نه دی او د هټيو د لوړو کرایو او د حکومت له لوري د وضع شويو بېلابېلو ټکسونو پوره کول هم ورته ګران کار دی.
د جلال اباد ښار يو خياط شريف الله له مسوولینو غواړي چې د هټيو په مالکانو دې فشار راوړي او لګول شوي ټکسونه دې هم ورته راکم کړي،ترڅو يې ستونزې هوارې شي.
دوی ګواښ کوي چې که په يادو برخو کې لاسنیوي ونه شي،نو خپلې هټۍ به وتړي او په دغه ښار کې به خپل کاروبار پای ته ورسوي.
په همدې حال کې د ننګرهار ښاروالۍ مرستیال یحيی غفورزی یادې ستونزې مني او د حل په پار يې د يوه کمېسیون د جوړېدو خبره کوي.
دی وايي، دوی هڅه کوي ترڅو د ښاریانو او هټۍوال هر ډول ستونزو ته د حل لار پيدا کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د تېر نظام له نسکورېدو او طالبانو له حاکمیت وروسته د بېلابېلو خلکو کاروبار خراب شوی او يا هم په ټپه درېدلی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








