کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۰): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي له افغانستان سره د کرونا د یو میلیون دوز واکسین مرستې خبر ورکړی دی.
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ پر خپل ټویټر لیکلي چې هېواد یې له افغانستان سره د کرونا د یو میلیون دوز واکسین مرسته کوي.
د یادونې ده، د جمهوريت نظام له پرځېدو مخکې، امریکا له افغانستان سره د کرونا ناروغي ۳،۳ میلیون دوزه واکسین مرسته کړې وه.
له افغانستان سره د امریکا د دې تازه مرستې په ګډون د دغه هېواد د سږ کال د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیون ډالرو ته رسېږي.
د پژواک د یوه راپور له مخې، چین هم له افغانستان سره د کرونا د درې سوه میلیونه دوزه واکسین مرستې ژمنه کړې چې د روان کال د لېندۍ تر ۱۷مې یو میلیون دوزه یې افغانستان ته رسېدلې او پاتې نور به هم ولېږدوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP