لښکرګاه (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۰): د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې د راکټ یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
پېښه تېره ورځ مازدیګر ناوخته د دغې ولسوالۍ د افتاب پُل په سیمه کې شوې ده.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ رشید هلمندي پژواک خبري اژانس ته وویل، د راکټ مرمۍ هغه مهال چاودېدلې چې دوو تنو غوښتل له سرګلولې یې باروت وباسي.
دی زیاتوي، چاودنې یو ملکي وګړی وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
هغه وايي، ټپي د مارجې ولسوالۍ روغتون ته وړل شوی چې روغتیايي وضعیت یې د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د مارجې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالواحد پژواک خبري اژانس ته وویل، دغو کسانو له خلکو زړې اوسپنې راټولولې او بیا یې پلورلې.
دی وايي، په دې وروستیو کې ډېر خلک د غربت او بې وزلۍ له امله له کلیو زړې اوسپنې راټولوي او بیا یې پلوري چې ډېر مهال په کې ناچاوده توکي هم وي.
د ده په خبره، له تېرو جګړو پاتې شوي ناچاوده توکي د خلکو ژوند ګواښي او د ورته بوږنوونکو پېښو لامل کېږي.
د یادونې ده چې یوه اوونۍ مخکې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د راکټ یوې مرمۍ څلور کسان ټپیان کړي وو.