ګردېز (پژواک، ٣٠ ليندۍ ١٤٠٠): د پکتيا ولايت چارواکي وايي چې ددغه ولايت په ۲۰۳ قول اردو کې يې د پخواني نظام يو شمير لوړپوړي کسان پر دندو ګومارلي دي.
د دوی په خبره، دغو ټاکل شويو نويو کسانو تر دې مخکې هم په منصوري قول اردو کې برحاله دندې درلودې چې له څو مياشتو وروسته بېرته دندو ته راغوښتل شوي دي.
د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس خالقيار احمدزي پژواک خبري آژانس ته وويل: ((هغه کسان چې تازه پر دندو ګومارل شوي د هغوی شمېر شلو کسانو ته رسيږي چې له پخوا يې د امريتونو په بستونو کار کاوه خو اوس به ددې امريتونو د مرستيالانو په حيث دنده ترسره کوي.))
نوموړي وويل، په دې بستونو کې د سوق ادارې، پېژند، توپچي، لوژيستيک، سر طبابت، تعليم او تربيې مديريت، مالي مدیريت، عقيدتي او فرهنګي امريت، د مخابرې امريت، د ګارنيزون قومانداني او ځينې نور بستونه شامل دي.
دده په خبره، په يادو بستونو کې يې ځينې داسې هم دي چې د تېر نظام چارواکي بېرته خپل بست ته راغلي او يا د خپلو بستونو معاونين ټاکل شوي دي.
خالقيار وويل، دغه کسان چې تازه پر دندو ګومارل شوي، دوی ټولو ته معاشونه ورکول کيږي او کومې رتبې چې دوی پخوا اخيستې وې، هغه به پر خپل ځای پاتې وي.
د يادولو ده چې په پکتيا کې په نظامي ادارو کې د تېر نظام ډېری هغه کارکوونکي کار کوي چې اداري او تخنيکي چارې يې پرمخ وړلې، خو خلک غوښتنه لري چې د تېر نظام هغه کارکوونکي هم پر دندو وګوماري چې په لوړو بستونو باندې يې کارکاوه.