منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 7:17 غ.م
ننوتل
8° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
نړیوال خبرونه

غزه کې د اسرائیلو برید کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان دي

· 1 دقیقه لوستل · 98 کتنې

کابل (پژواک، ۹ وری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیلو په هوایي برید کې شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.

د ترکیې «TRT» تلویزیون د راپور له مخې، اسرائیلي الوتکو د غزې په سوېل کې د خان‌یونس په سیمه کې بریدونه کړي چې له امله یې درې پولیس او د یوې نجلۍ په ګډون درېیو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د شنبې په ورځ هم د اسرائیلو په بریدونو کې درېیو فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی و او څلور نور ټپیان شوي وو.

د راپورونو له مخې، په غزه کې د جګړې له پیله راهیسې د اسرائیلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱ زره فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۷۱ زره نور ټپیان شوي دي.