ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنه رڼا ده” ټولنې پکتیکا کې ۱۲۰۰ ماشومانو ته د زده کړې وړیا ټولګي جوړ کړي

پوهنه رڼا ده” ټولنې پکتیکا کې ۱۲۰۰ ماشومانو ته د زده کړې وړیا ټولګي جوړ کړي

author avatar
22 Dec 2021 - 12:10
پوهنه رڼا ده” ټولنې پکتیکا کې ۱۲۰۰ ماشومانو ته د زده کړې وړیا ټولګي جوړ کړي
author avatar
22 Dec 2021 - 12:10

ښرنه (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۰): د پکتیکا په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د “پوهنه رڼا ده” په نوم یوې ټولنې د ۱۲۰۰ هلکانو او نجونو لپاره د زده کړې وړیا سیمه ییز ټولګي جوړ کړي دي.

دغه ولسوالي چې د مرکز ښرنې په ۳۰ کیلومترۍ کې پرته ده، ډېری اوسېدونکي یې د کار او روزګار په موخه په عربي هېوادونو کې مسافر دي چې د ټولګيو لګښت هم دوی ورکوي.

د “پوهنه رڼا ده” ټولنې مشر حیدر پاچا پژواک خبري اژانس ته وویل، دغې ټولنې له تېرو دوو کلونو راهیسې په یحیی خېلو ولسوالي کې د ماشومانو د زده کړې لړۍ پيل کړې ده.

هغه زیاته کړه، دا لړۍ د دې ولسوالۍ د هغو اوسېدونکو په مالي ملاتړ مخ ته وړل کېږي چې په عربي هېوادونو کې په خوارۍ او مزدورۍ پسې ورک دي.

دی وايي، په دې موده کې یې د ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو کې له ۲۴ ډېر سیمه ییز ټولګي جوړ کړي چې ۱۲۰۰ ماشومان زده کړې په کې کوي او نیمايي یې نجونې دي.

هغه وویل، د هلکانو او نجونو لپاره جلا ټولګي جوړ شوي چې د نارینه او ښځینه ښوونکو له خوا یې د تدریس چارې مخ ته وړل کېږي.

د نوموړي په وینا، د دې تر څنګ دغې ټولنې په وروستیو کې د ولسوالۍ له سلو د ډېرو بې وزلو او غربت ځپلو کورنیو سره د خوراکي او ژمنيو توکو مرسته کړې ده.

پاچا له سیمه ییزو چارواکو مننه وکړه چې دوی یې تل خپلو کارونو ته هڅولي او هر وخت یې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د دغې ټولنې دوو غړو ډاکټر خلیل احمد او سید خان سلېمان هم پژواک ته وویل چې په بهرنیو هېوادونو کې په کار او روزګار پسې د ورکو مسافرو په مالي ملاتړ یې دلته نه یوازې د پوهې ډېوه بله ساتلې، بلکې د بې وزلو کورنیو لاسنیوی یې هم کړی دی.

دوی زیاتوي، دا لړۍ به روانه وي او نورو سیمو ته به یې هم پراخوي.

د یحیې خېلو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي مفتي نیاز محمد پژواک ته وویل، که د دغې ټولنې او مسافرو هېوادوالو هڅې او ملاتړ نه وای نو سلګونه ماشومان به یې له زده کړې بې برخې وو.

هغه پر شتمنو هېوادوالو غږ کوي چې له دغسې ټولنو سره لاسونه یو کړي او په هره سیمه کې ماشومانو ته د زده کړې اسانتیاوې برابرې کړي.

د دغې ولسوالۍ یو قومي مشر محمد شریف هم د “پوهنه رڼا ده” ټولنې فعالیتونه ستايي او له مسافرو مننه کوي چې له هېواد، کلي او کور لرې پردۍ مزودروي کوي خو د خپلو خلکو لاسنیوی هم کوي.

عبدالرحمن چې په دغو ټولګیو کې د ښوونکي په توګه دنده تر سره کوي پژواک ته وویل، د ماشومانو لپاره د زده کړې سیمه ییز ټولګي ډېر ګټور دي او ښوونکي په کې په ډېره ښه توګه ماشومانو ته تدریس کوي.

نوموړی له پوهنې ریاست او نورو ادارو غوښتنه کوي چې له ماشومانو سره د کتابونو، درسي توکو او قرطاسیې په برخه کې مرسته وکړي.

عایشه هغه ۹ کلنه نجلۍ ده چې د یادې شوې ټولنې له برکته یې لیک لوست زده کړی دی.

هغې پژواک ته وویل: ((د قران کریم د لومړۍ سېپارې تر څنګ مې لیک لوست هم زده کړی دی، زه خوشحاله یم چې له خپلو همزولو سره هره ورځ په ټولګي کې زده کړې کوم.))

هڅه مو وکړه په دې اړه د پوهنې ریاست نظر هم واخلو خو څوک حاضر نه شول.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د یونیسف ادارې په مرسته د هېواد په بېلابېلو هغو ولسوالیو کې چې ښوونځي نشته د زده کړې سیمه ییز ټولګي جوړ شوي چې ګټور تمام شوي دي.

Views: 190

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.