ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بادغیس یو انځورګر: په ټولنه کې د تاوتریخوالي تر ورکېدو به پر دېوالونو انځورګري کوم

د بادغیس یو انځورګر: په ټولنه کې د تاوتریخوالي تر ورکېدو به پر دېوالونو انځورګري کوم

author avatar
22 Dec 2021 - 16:29
د بادغیس یو انځورګر: په ټولنه کې د تاوتریخوالي تر ورکېدو به پر دېوالونو انځورګري کوم
author avatar
22 Dec 2021 - 16:29

قلعه نو (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ۱۴۰۰): یو بادغیسی انځورګر چې د سولې ټينګښت په هیله یې د قلعه نو ښار د واټونو پر دېوالونو د سولې او تاوتریخوالي په تړاو شعارونه لیکلي، وايي، اوس چې سوله راغلې نو تر هغو به پر دېوالونو لیکل کوي څو ټول خلک له تاوتریخوالي پاک او امن ژوند ولري.

۳۵ کلن سید حامد حامي د بادغیس ولایت یو انځورګر دی؛ له کلونو راهیسې یې سروکار له بورس، پنسل او کاغذ سره دی.

د نقاشۍ شوق او لېوالتیا حامي دې ته وهڅاوه چې څوارلس کاله مخکې د هرات پوهنتون د ښکلو هنرونو پوهنځي کې شامل شي او په یاده برخه کې یې د فراغت سند ترلاسه کړ.

نوموړی د نقاشۍ څه باندې څلور سوه اثره لري چې ډېری یې د سولې او تاوتریخوالي ختمولو په تړاو دي.

هغه د بادغیس د مرکز قلعه نو ښار پر دېوالونو او واټونو کې پر انځورګرۍ بوخت دی. هغه د ښار په یوه واټ کې چې قلمونو او رنګونو ورسره دي، سخت په هڅه کې دی څو په کورنیو کې د تاوتریخوالي د مخنیوي پیغام او د سولې ښکلا رسم کړي.

هغه د سولې په خیالونو کې ډوب و او د سولې کوتره یې رسموله، په ورین تندي او په خندانه څېره یې وویل: «سخته هڅه کوم څو د رسامۍ یو سم اثر مې له اوبو را وباسم، څو د پام وړ وګرځي او نورو ته د سولې پیغام ولېږدوي.»

د حامد په خبره، د بېلابېلو شعارونو ترڅنګ د سولې کوترې رسمول یې اوس د شپې او ورځې عادت ګرځېدلی او د ښار په دېوالونو د سولې غوښتنې او د تاوتریخوالي درېدو په تړاو رسمونه کوي څو له دې لارې عامه ذهنیت روښانه شي.

نوموړي وویل: «په واټونو کې په نقاشۍ سره هڅه کوي چې  لیدونکو ته د سولې اهمیت او د تاوتریخوالي عواقب څرګند کړي څو لیدونکي هيڅ تندلارۍ او بې رحمۍ ته مخه نه کړي.»

نوموړي په داسې حال کې چې ویل یې، سوله د ټولنې د ټولو قشرونو اړتیا ده، په ځانګړي ډول د هنرمندانو، څو په ارامه او امن فضا کې هنرښودنه وکړي، زیاته کړه: «هرکله چې بورس او رنګ را اخلم، یوې شنې او ارامې فضا ته اړتیا لرم، سوله د ټولو غوښتنه ده او ټول په تمه دي څو خدای وکړي یوه ورځ سوله راشي او دغه ستونزې له منځه لاړې شي او هر څوک وکولی شي په خپلو کارونو کې وځلېږي.»

نوموړی وایي، تر یوې مودې به یې ډېرې نقاشۍ په سوله، د تاوتریخوالي په کمولو او په یوې امنې ټولنې پورې منحصرې وي، څو افغانستان له جګړو او تاوتریخوالي خلاص یو هېواد وي او خلک د کورنۍ، ټولنې او ټول هېواد په کچه په یوه بشپړ ارام چاپېریال کې ژوند ولري.

یاد انځورګر پر دې باور دی چې ښاریان یې له نقاشۍ د سولې غوښتنې مثبت او تاوتریخوالي د مخنیوي پیغام اخلي او ان ځيني وختونه دغه اثار د ډېرو لپاره له جګړې خلاصه ټولنه معرفي کوي.

نوموړي زیاته کړه: «ځيني وختونه دغو رنګ شوو اثارو ته د ښاریانو په کتو، دی د دغه کار دوام ته هڅوي او ان له هغوی یې ښه برداشتونه اخیستي دي.»

د بادغیس ځیني اوسېدونکي د یاد بادغیسي انځورګر رسامۍ ته په  کتو خوند اخلي او هغو ته ځیر کېږي.

د قلعه نو یوه اوسېدونکي عبدالرحمان چې د حامي نقاشۍ یې کتلې، وویل:«په رښتیا سره چې د حامي نقاشي لکه د سولې په څېر ښکلې او په زړه پورې ده، کله چې دغو نقاشیو ته ګورم، ښه پیغام په کې وینم چې له تاوتریخوالي او له جګړې خلاصه ټولنه ښيي.»

د بادغیس دغه اوسېدونکی هم لکه د نورو میلیونو افغانانو په څېر له تاوتریخوالي خالي ټولنې ته په تمه دی چې حامي هغه روزمره رسموي.

حامي د سولې اړوند پر دېوالونو د رسامۍ او نقاشیو له اثارو پرته نور هم اثار لري چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي سره مبارزه او اداري فساد مخینوي، د چاپېریال ساتنې او له طبیعي زېرمو د ساتنې په اړه دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.