لښکرګاه (پژواک، ۱ مرغومی ۱۴۰۰): په هلمند کې له یوې خوا ټوله راکړه ورکړه په پاکستانیو کلدارو کېږي او له بلې خوا د توکو بیې دوه برابره لوړې شوې چې دغه حالت خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
خو د لښکرګاه ښاروالۍ چارواکي وايي چې د بیو د کنټرول او په کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره یې یو کمېسیون جوړ کړی او په کار یې پیل کړی دی.
د لښکرګاه ښار یوه اوسېدونکي عبدالله جان پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا کار او روزګار نشته او د خلکو اقتصادي وضعیت سخت خراب دی، خو له بلې خوا بیا د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې ډېرې لوړې شوې دي.
هغه زیاتوي، که څه هم په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت څه نا څه ښه شوی، خو د توکو بیو هیڅ توپیر نه دی کړی او هماغسې لوړې دي.
دی وايي، د دې تر څنګ بله جدي ستونزه دا ده چې په دغه ولایت کې ټوله راکړه ورکړه په پاکستانیو کلدارو کېږي چې دا چاره هم د بیو لوړېدو یو عمده لامل دی.
نوموړي وویل: ((مخکې په بازار کې د ۱۰ لېټره غوړو بیه ۸۵۰ افغانۍ وه خو اوس یې بیه ۱۴۰۰ افغانۍ ده چې د پخوا په پرتله دوه برابره لوړ شوې، داسې نو د هر توکي بیه له اسمان سره خبرې کوي.))
دی وايي، په بازار کې پراخه خپلسري لیدل کېږي، د هر چا چې څومره زړه وي په هماغه بیه توکي پلوري، حکومت ته په کار ده چې لومړی د کلدارو پر راکړه ورکړه بندیز ولګوي او وروسته بیې کنټرول کړي.
د عبدالباري په نوم د لښکرګاه بل اوسېدونکی وايي، په هلمند کې د فقر او بې وزلۍ کچه ورځ تر بلې لوړېږي او ډېر خلک ان د اړتیا وړ لومړیو توکو د اخیستلو توان نه لري.
د ده په خبره، په بازار کې د کلدارو چلښت دې ته زمینه برابره کړې چې هټۍوال توکي په ګرانه بیه وپلوري.
دی وايي: ((په هلمند کې له پخوا څخه ټولې لویې او وړې سوداوې په کلدارو کېږي، ان ولور او مهر هم په کلدارو اخیستل کېږي، افغانۍ څوک پېژني هم نه، حکومت باید د دغه کار مخنیوی وکړي.))
خو سوداګر وايي، د توکو د بیو لوړېدا بېلابېل لاملونه لري چې یو د هېواد سیاسي وضعیت او بل یې د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ټيټوالی دی.
په لښکرګاه کې د سوداګرو د ټولنې رییس حاجي غلام یحیی پښتون پژواک خبري اژانس ته وویل، له یوې خوا سوداګر توکي په بهر کې په ډالرو پېري او په خپل هېواد کې یې په افغانیو پلوري، دا چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغاني ارزښت کم شوی، د توکو بیې ورسره لوړې شوې دي.
دغه راز ده دا هم وویل چې بهرنيو هېوادونو تر اوسه افغانستان په رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې امله پر افغان سوداګرو توکي ګران پلوري.
هغه د کرایو یادونه هم وکړه چې لوړې شوې دي، د بېلګې په توګه پخوا له چین څخه تر افغانستان پورې د یوه کانټینر کرایه ۲ زره ډالره وه اوس ۸ زره ډالرو ته لوړه شوې چې دا هر څه د بیو پر لوړېدو اغېز لري.
خو دی وايي، سوداګر هڅه کوي په ارزانه بیه توکي وارد کړي او پر هټۍوالو یې په ارزانه بیه وپلوري او دغه راز ټوله راکړه ورکړه په افغانیو شي.
د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمد طاهر ابشار هم مني چې نه یوازې د توکو بیې لوړې شوې بلکې راکړه ورکړه هم په کلدارو کې کېږي.
خو ده خبر ورکړ چې د بیو د کنټرول او په کلدارو د راکړې ورکړې د مخنیوي لپاره یو کمېسیون جوړ شوی چې ژر به په کار پيل وکړي.
دی زیاتوي، دغه کمېسون د لسو مهمو ادارو له استازو جوړ شوی، دوی به هڅه وکړي چې په ټول هلمند ولایت کې افغانۍ مروجې کړي چې په دې توګه به بیې هم کنټرول شي.
بل خوا له ولایت مقام څخه یو مکتوب هم خپور شوی چې په کې د ولسوالیو له چارواکو غوښتل شوي څو سوداګر را وغواړي او د کلدارو پر ځای یې د افغانیو کارولو ته وهڅوي.
په هلمند کې خلک په داسې حال کې د کلدارو له چلښت او لوړو بیو شکایت کوي چې په دې وروستی کې دغلته یو لېټر غوړي په ۱۸۵ افغانۍ، یو پارسل پنځوس کیلوګرامه اوړه په ۲۳۵۰ افغانۍ، یو لېټر پټرول په ۸۰ افغانۍ، یو کیلوګرام ګاز په ۹۰ افغانۍ پلورل کېږي او په ورته توګه د ټولو توکو بیې دوه برابره لوړې شوې دي.