ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې د ظرفیت لوړونې له روزنيز پروګرامه ۲۰۰ ښوونکي فارغ شول

author avatar
27 Dec 2021 - 17:11
author avatar
27 Dec 2021 - 17:11

پل علم (پژواک، ۶ مرغومی ۱۴۰۰): د لوګر د پوهنې رياست وايي چې د دوی له خوا د ښوونکو وړتيا لوړونې په موخه جوړ لنډ مهاله ورکشاپ څخه ۲۰۰ ښځينه او نارينه ښوونکي فارغ شول.

د ياد ولايت د پوهنې رياست وياند شاپور عرب پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښوونکو د وړتيا لوړونې لس ورځنی ورکشاپ د پوهنې رياست په هڅو د (آى، آر، سي) مٶسسې په مرسته جوړ شوی و.

نوموړی وايي، د ياد ورکشاپ موخه د ښوونکو د وړتياوو او دغه راز په ښوونځيو کې د تدريس کيفيت لوړول دي.

(آی آر سي) مؤسسه د افغانستان په ګډون د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د ښوونې په برخه کې فعاليت کوي.

د عرب په وينا، په روزل شويو ښوونکو کې ۱۰۰ ښځينه او همدومره شمېر نارينه دي چې نيمايي يې د پل علم او نيمايي نور يې د محمدآغې ولسوالۍ اړوندو ښوونځيو دي.

Views: 92

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.