Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابینه: که څوک بې‌ګناه بندیان شوي وي ژر به خوشي شي

کابینه: که څوک بې‌ګناه بندیان شوي وي ژر به خوشي شي

author avatar
4 Jan 2022 - 14:21
کابینه: که څوک بې‌ګناه بندیان شوي وي ژر به خوشي شي
ارشیف
author avatar
4 Jan 2022 - 14:21

کابل (پژواک، ۱۴ مرغومي ۱۴۰۰): د افغانستان کابینې یو پلاوی وټاکه، تر څو ټول بندیان مخامخ وویني او که څوک بې‌ګناه بندیان شوي وي د خلاصون لپاره یې بېړنۍ پرېکړه وکړي.

د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابینې غونډه نن د رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ تر سره شوه.

سرچینه زیاتوي: «د عالیقدر امیر المومنین د حکم د تعمیل په لړ کې د محابسو او توقیف‌خانو د تفتیش لپاره د سترې محکمې د مرستیال شیخ عبدالمالک په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی وټاکل شو، ترڅو ټول بندیان مخامخ وویني او که څوک بې ګناه بندي شوي وي، د خلاصون عاجله پرېکړه یې وکړي.»

دغه راز د خبرپاڼې له مخې، کابینې پرېکړه کړې چې د کابل ختیځ پل چرخي سیمه کې د کابل ښاروالۍ د ۱۶ ګودامونو له ډلې لس ګودامونه دې د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شي، تر څو په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او اوږد مهالې روزنې مجهز کمپلکس په کې جوړ شي.

د خبرپاڼې له مخې، د کابینې په غونډه کې ټینګار شوی چې له هېواده د هر ډول وسپنو او کباړ ایستل په مطلق ډول بند دي.

دغه راز کابینې اقتصادي پلاوي ته دنده سپارلې چې د بدخشان د شورابک بند موضوع، د کانونو په قراردادونو کې د پروسس او ځینو کانونو د سهامي کولو موضوع هم وڅېړي او پایله یې له کابینې سره شریکه کړي.

کابینې د پوهنې، ښارجوړونې او چارو ادارې ګډ پلاوي ته دنده سپارلې چې د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د معینیت لپاره داسې مناسب ځای تعیین کړي چې اړتیاوې یې پوره کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.