ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بزګران: په نورستان کې وروستیو ورښتونو د وچکالۍ خطر له منځه وړی

بزګران: په نورستان کې وروستیو ورښتونو د وچکالۍ خطر له منځه وړی

author avatar
6 Jan 2022 - 17:01
بزګران: په نورستان کې وروستیو ورښتونو د وچکالۍ خطر له منځه وړی
author avatar
6 Jan 2022 - 17:01

پارون(پژواک، ۱۶مرغومی ۱۴۰۰): د نورستان چارواکي او بزګران وايي، په ياد ولايت کې سږکال د تېرو درېيو کلونو په پرتله ډېره واوره شوې، چې له امله یې نور د وچکالۍ خطر له منځه تللی دی.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس او د والي وياند مولوي سميع الحق حق بيان د مرغومي په ۱۶مه پژواک ته وویل چې د ټولګټو رياست د معلوماتو له مخې، په نورستان کې په اوسط ډول ۳۰ سانتي متره واوره شوې چې دا په تېرو درېيو کلونو کې تر ټولو ډېره اندازه ده.

نوموړی وايي، هيله مند دی چې د وروستيو ورښتونو له امله هلته وچکالي ختمه شي.

د نورستان بزګران هم د وروستيو ورښتونو له امله خوښ دي او وايي، نور دلته د وچکالۍ خطر ختم شوی دی.

‎د نورستان د پارون یوه بزګر شهسوار د مرغومي په ۱۶ مه پژواک ته وویل چې   وروستيو ورښتونو ته په کتو راتلونکی کال به اباد وي او د وچکالۍ خطر له منځه تللی دی.

‎‎د وایګل ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد ایوب هم پژواک ته وويل چې وروستيو ورښتونو د وچکالۍ خطر له منځه وړی او دی اټکل کوي چې راتلونکی کال به د بزګرانو او مالدارانو لپاره ښه کال وي.

نوموړی وايي چې سږکال په نورستان کې د تېرو درېيو کلونو په پرتله تر ټولو ډېره واوره شوې ده.

‎نورستان د هېواد په ختيځ کې پروت غرنی ولایت دی چې اوسېدونکي يې تر ډېره په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له همدې لارې خپلې اړتياوې پوره کوي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.