بامیان (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): د واورې ورښت او سخت طوفان د دایکنډي او بامیان په اووه ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ګډوډ کړی دی.
د اغاخان پراختیا بنسټ (AKHS) او « بهزیستی و تحرک» (MOV) موسسې د روغتیايي برخې مسوولینو چې بامیان او دایکنډي ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري پژواک ته وویل، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د سختې واورې ورېدو او طوفان له امله دایکنډي کې د پنځو ولسوالیو او بامیان کې د دوو ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو مواصلاتي لارې تړل شوې او د یادو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ګډوډ شوی دی.
د اغاخان پرمختیايي بسنټ یوه روغتیايي مسوول ډاکتر حسن مستمندیار پژواک ته وویل چې د بامیان پنجاب او ورس ولسوالیو کې چې د دوو رغتونونو په ګډون ۳۱ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې له دې ډلې د ۲۹ روغتیايي مرکزونو مواصلاتي لارې د واورې ورېدو او سخت طوفان له امله له تېرو درېیو ورځو راهیسې تړل شوې، ناروغان د لارو بندېدو له امله یاد مرکزونو ته مراجعه نه شي کولای.
هغه زیاته کړه : ((د بامیانو ولایت یکاولنګ او شیبر ولسوالیو کې هم د واورې ورېدو او سخت طوفان له امله د یو شمېر مرکزونو مواصلاتي لارې تړل شوې دي.))
د ده په خبره، د روغتیايي مرکزونو د مواصلاتي لارو د بندېدو له امله روغتیايي خدمتونو ته د خلکو لاس رسی محدود شوی او په ډېری مواردو کې د دې لامل کېږي چې بیړني ناروغان او هغه ښځې چې د زېږون ستونزه لري روغتیايي مرکزونو ته ونه رسېږي او ساه ورکړي.
هغه زیاتوي، د اغاخان روغتیايي بنسټ د ژمني کاري طریقې له مخې د بامیانو په روغتیايي مرکزونو کې کافي درمل او تجهیزات موجود دي.
په ورته وخت کې دایکنډي کې د « بهزیستی و تحرک» موسسې د روغتیايي پروژې مسوول ډاکتر محمد حسین مظفري وايي چې د دغه ولایت په ګرمسېرو ولسوالیو کې باران او «تربرف» ورېدلې او د روغتیايي مرکزونو د مواصلاتي لارو برخه کې یې ستونزې نه دي رامنځته کړې، د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر په عادي ډول دوام لري.
خو د ده په خبره، په وروستیو دوو ورځو کې د ډایکندي په سردسېره ولسوالیو کې د سختې واورې او طوفان له امله د روغتیايي خدمتونو بهیر اغېزمن شوی دی.
مظفري زیاته کړه: ((د دایکنډي ولایت د نیلي ولسوالۍ په ځينو برخو، میرامور ولسوالۍ په ډېری برخو، سنګ تخت او بندر، خدیر، اشترلي او شهرستان ولسوالیو کې د واورې ورېدو او سختو طوفانونو له امله د روغتیايي خدماتو بهیر له تېرو دوو ورځو راهیسې له ستونزو سره مخ شوی دی.))
د هغه په خبره، د اټکل له مخې د یادو ولسوالیو تر ۵۰ سلنه ډېر اوسېدونکي د واورې او طوفان له امله د روغتیايي مرکزونو د مواصلاتي لارو بندېدو په پایله کې له روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دي.
هڅه مو وکړه په دې اړه د بامیان او دایکنډي ولایتونو د روغتیايي مسوولینو نظر واخلو، د بامیان ولایت د عامې روغتیا سرپرست مولوي سلمان د دغه ولایت د ورس او پنجاب ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو د مواصلاتي لارو د بندېدو په اړه بې خبري وښوده.
خو د دایکنډي ولایت د عامې روغتیا سرپرست ملا قاسم انقیادي زموږ ټیلیفوني اړیکو ته ځواب ور نه کړ.
د بامیان او دایکنډي ولایتونو د ټولګټو ریاستونو مسوولین وايي چې د یادو ولایتونو ډېری مواصلاتي لارې د تګ راتګ لپاره خلاصې شوې او هڅې کېږي چې پاتې لارې هم نن خلاصې شي.
د مسوولینو په خبره، په وروستیو درېیو ورځو کې د درنو واورو او سخت طوفان له امله بامیان او دایکنډي ولایتونو کې شاوخوا ۹۰ سلنه مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
د یادونې ده چې د ریاست الوزراء لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې کمېسیون مسوولیت پر غاړه لري د یاد کمېسیون په لومړۍ ناسته کې له اړوند وزارتونو وغوښتل چې د وروستیو اورښتونو له امله له زیانمنو سره مرستې وکړي او راتلونکي کې هم د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوو کسانو ته د مرستو رسولو لپاره لازم تیاری ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP