ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وروستیو ورښتونو بامیان او دایکنډي کې د روغتیايي خدمتونو بهیر ټکنی کړی دی

وروستیو ورښتونو بامیان او دایکنډي کې د روغتیايي خدمتونو بهیر ټکنی کړی دی

author avatar
6 Jan 2022 - 17:57
وروستیو ورښتونو بامیان او دایکنډي کې د روغتیايي خدمتونو بهیر ټکنی کړی دی
author avatar
6 Jan 2022 - 17:57

بامیان (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۰): د واورې ورښت او سخت طوفان د دایکنډي او بامیان په اووه ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ګډوډ کړی دی.

د اغاخان پراختیا بنسټ (AKHS) او « به‌زیستی و تحرک» (MOV) موسسې د روغتیايي برخې مسوولینو چې بامیان  او دایکنډي ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مسوولیت لري پژواک ته وویل، له تېرو درېیو ورځو راهیسې د سختې واورې ورېدو او طوفان له امله دایکنډي کې د پنځو ولسوالیو او بامیان کې د دوو ولسوالیو د روغتیايي مرکزونو مواصلاتي لارې تړل شوې او د یادو ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر ګډوډ شوی دی.

د اغاخان پرمختیايي بسنټ یوه روغتیايي مسوول ډاکتر حسن مستمندیار پژواک ته وویل چې د بامیان پنجاب او ورس ولسوالیو کې چې د دوو رغتونونو په ګډون ۳۱ روغتیايي مرکزونه فعال دي چې له دې ډلې د ۲۹ روغتیايي مرکزونو مواصلاتي لارې د واورې ورېدو او سخت طوفان له امله له تېرو درېیو ورځو راهیسې تړل شوې، ناروغان د لارو بندېدو له امله یاد مرکزونو ته مراجعه نه شي کولای.

  You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.