Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسلام کلا ګمرک سکېنر له تېرو درېیو کلونو راهیسې غیر فعال دی

هرات ښار (پژواک، ١٨ مرغومی ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې د هرات ولایت د اسلام کلا ګمرک سکېنر له تېرو درېیو کلونو راهیسې د نامعلومو لاملونو له امله غیر فعال دی.

د هرات ولایتي شورا مخکني غړي وکیل احمد کړوخي پژواک ته وویل، د یاد سکېنر د نه فعالیت له امله د اسلام کلا ګمرک ډېره برخه عایدات حیف او میل شوي دي.

د هغه په خبره، د یاد ګمرک سکېنر څه باندې درې کاله مخکې د تېر حکومت پر مهال په ډېرو پیسو پېرل شوی و، خو د مافیا او استفاده کوونکو کسانو د مداخلې له امله ترې کار نه دی اخیستل شوی.

هغه وویل: ((د افغانستان د تېر حکومت مالیې وزارت یاد سکېنر د هرات اسلام کلا بندر کې نصب کړ خو هيڅ استفاده ترې نه ده شوې، د  اسلام کلا په ګمرک کې له سکېنره کار نه اخیستل خپله لویه پوښتنه ده او د تېر حکومت مسوولین باید په دې اړه ځواب ووايي چې ولې یې ونه شو کړای یاد سکېنر فعال کړي.))

نوموړی ټينګار کوي چې دغه سکېنر باید ژر تر ژره فعال شي، څو له دې وروسته د ګمرک عایدات حیف او میل نه شي.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د صنایعو او کانونو خونې مرستیال زلمي سعیدي پژواک ته وویل چې د تېر حکومت چارواکو څو ځلې د یاد سکېنر د فعالېدو ژمنه کړې وه خو په عمل کې یې هيڅ کار نه دی ترسره کړی.

هغه زیاته کړه: ((ګمرکونه د حکومت د سرچینو عمده برخه ده؛ له بده مرغه تېر دولت د هرات ګمرک د سکېنر د فعالېدو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل ونه کړ، زما به نظر سکېنر په عمدي ډول خراب شوی و، څو حکومتي عایدات حیف او میل شي.))

نوموړی د افغانستان له اسلامي امارته غواړي چې د اسلام کلا ګمرک د سکېنر فعالولو برخه کې اقدام وکړي او له دې لارې د عایداتو د حیف او میل کېدو مخه ونیسي.

د هرات د صنایعو او سوداګرۍ خونه هم د اسلام کلا بندر پر فعالېدو ټینګار کوي او د یاد سکېنر غیر فعال پاتې کېدل د منلو وړ نه بولي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده هم پژواک ته وویل، د هرات ګمرک فعالېدل له فساد سره د مبارزې او سوداګرو ترمنځ د سالم رقابت په برخو کې ګټور اقدام دی.

هغه څرګنده کړه، کله چې د ګمرک سکېنر فعال شي، توکي په واقعي ارزښت او نوعیت محصول او ګمرک کېږي، دغه چار د حکومت د عایداتو لوړېدو لامل کېږي.

هڅه مو وکړه په دې برخه کې د هرات ګمرک د مسوولینو نظر هم واخلو خو له پرله پسې هڅو سره سره ځواب ویلو ته حاضر نه شول.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د بهرنیو اړیکو رییس او سیمه ییز مسوول مولوي شېراحمد عمار پژواک ته وویل چې اوسنی حکومت به په ګمرک کې له فساد سره د مبارزې او سکېنر فعالولو برخو کې جدي هڅې وکړي.

هغه ګواښ کوي چې اوسنی حکومت په هيڅ ډول اجازه نه ورکوي چې د ګمرک عایدات حیف او میل شي او واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته د فساد کچه صفر شوې ده.

سکېنر ګمرک کې د وارداتي توکو دقیق جزیات معلوموي او د کم ارزښته توکو په نوم د با ارزښته توکو د محصول مخه نیسي.

هرات ولایت له ایران او ترکمنستان سره ګډه پوله لري، اسلام کلا او تورغونډۍ بندرونو په سترو اقتصادي معادلاتو کې د هرات اقتصادي ارزښت لوړ کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.