ژبه

کابل کې د قزاقستان سفیر د هرات له والي سره ولیدل

زرغونه صالحی

۱۹ وږی ۱۴۰۵ - ۱۱:۴۷

Views: ۵

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۱۴۰۵): په کابل کې د قزاقستان سفیر هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي شیخ مولانا اسلام‌جار سره لیدلي او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ یې د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن پر ایکس‌پاڼه لیکلي چې د قزاقستان سفیر په دې لیدنه کې هرات د افغانستان له اقتصادي ولایتونو بللی او د اقتصادي ودې او له قزاقستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره یې د دغه ولایت د شته ظرفیتونو پر کارولو ټینګار کړی دی.

سرچینې زیاته کړې ده، د قزاقستان سفیر له افغانستان سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د روانو هڅو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د هرات پراخ ظرفیتونه د اقتصادي ودې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره کارېدلی شي.

بلخوا، د هرات والي د قزاقستان سفیر ته د هرکلي ویلو ترڅنګ، د سوداګرۍ او ترانزیټ د پراختیا په برخه کې د دغه هېواد له همکاریو مننه کړې ده.

اسلام‌جار د هرات اقتصادي او ستراتيژیک موقعیت ته په اشاره د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د تورغونډۍ بندر پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

د هرات والي دغه‌راز په دغه ولایت کې د قزاقستان د پانګونې د فرصتونو په اړه ویلي چې هرات د خپل ستراتيژیک موقعیت له امله د پانګونې لپاره چمتو دی او په دغه ولایت کې د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلبولو لپاره اړینې زمینې برابرې شوې دي.