Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان والي مرستندویه ادارو ته: بشري مرستې لرې سیمو ته هم ورسوئ

ترینکوټ (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۰): د اروزګان والي له مرستندویه ادارو وغوښتل چې د بشري مرستو لړۍ تر هغو سیمو هم ورسوي چې اوسېدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ دي.

په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰ مرستندویه ادارې فعالیت لري خو پر ځینو یې نیوکې کېږي چې مرستې اړو کسانو ته نه ورکوي او د سروې ډلې هغو سیمو ته نه لېږي چې اوسېدونکي یې له ستونزو سره مخ دي.

نن په ولایت مقام کې پر همدې موضوع د ولایتي چارواکو او مرستندویه ادارو د استازو تر منځ خبرې وشوې.

والي حاجي دعوت له دغو ادارو وغوښتل چې نه یوازې په دغه ولایت کې د مرستو لړۍ چټکه کړي، بلکې هغو سیمو ته هم مرستې ورسوي چې اوسېدونکي یې په سخت وضعیت کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، د اروزګان اوسېدونکي له سختو اقتصادي ستونزو سه مخ دي او د مرستندویه ادارو لاسنیوي ته اړتیا لري.

ده د یاد شوو ادارو پر استازو غږ وکړ چې پر خپلو ډونرانو فشار راوړي څو له دغه ولایت سره مرستې زیاتې کړي.

هغه وویل، ولایتي اداره له مرستندویه موسسو سره هر ډول همکارۍ ته ژمنه ده او ټولو ملکي او نظامي ادارو ته یې سپارښتنه کړې ده چې په خپلو خپلو ساحو کې د موسسو له کارکوونکو سره همکاري وکړي.

د غونډې یو شمېر نورو برخه والو هم له مرستندویه ادارو وغوښتل چې مرستې دې یوازې تر مرکز پورې نه محدودوي، بلکې ولسوالیو او لرې سیمو ته دې هم وغځوي.

د مرستندویه ادارو استازو د اروزګان والي ته ډاډ ورکړ چې مرستې به د ټولو ولسوالیو تر اړو کورنیو رسوي.

په اروزګان کې د NCC موسسې مسوول توریالي سهیم وویل، ادارې یې له هغو خلکو سره د کورونو په ترمیم کې مرسته کړې چې د جګړې پر مهال زیانمن شوي یا ویجاړ شوي وو.

دغه راز ده یادونه وکړه چې تر دې مهاله په مرکز او ولسوالیو کې ګڼو موسسو له سلګونو کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې او دا لړۍ روانه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د اروزګان اوسېدونکو په وار وار له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتي چې له دوی سره دوامداره مرستې وکړي، ځکه دغه ولایت د جګړو پر مهال له هره اړخه ځپل شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.