ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ چارواکي: د تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره ځانګړی ځواک جوړیږي

د کونړ چارواکي: د تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره ځانګړی ځواک جوړیږي

author avatar
10 Jan 2022 - 16:52
د کونړ چارواکي: د تاريخي ځايونو د ساتنې لپاره ځانګړی ځواک جوړیږي
author avatar
10 Jan 2022 - 16:52

اسعداباد( پژواک، ۲۰مرغومی ۱۴۰۰): د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رییس وايي چې د تاريخي ځايونو د ساتنې په موخه د ځانګړي ځواک پر جوړېدو کار روان دی.

د کونړ د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نجيب الله حنيف د مرغومي په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوی به ډېر ژر د تاريخي ځايونو د ترميم چارې بېرته پيل او په دې برخه کې به د تېر نظام نيمګړې پروژې بشپړې کړي.

حنیف زياته کړه چې تاریخي اثار او د لرغونو ابدو ساتنه یې د هېواد پېژندنه او هویت تضمینوي او په دغه برخه کې به کوټلي ګامونه پورته کړي.

نوموړي زياته کړه چې په ياد ولایت کې یې د تاریخي سیمو، ابدو او لرغونو اثارو د سمې ساتنې لپاره د ځانګړي ځواک په جوړېدو کار روان کړی او تمه ښیي چې پرمټ به یې د ټولو تاریخي اثارو او لرغونو ابدو ساتنه او د قاچاق مخنیوی وشي.

حنيف زياته کړه:(( د تېر حکومت پرمهال د څه د پاسه ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت له دوو خصوصي شرکتونو سره د ځينو تاريځي ځايونو د جوړېدو قرارداد شوی، موږ د دواړو شرکتونو له مسوولینو سره په تماس کې یوو او هیله شته چې کارونه يې ژر بېرته پيل شي.))

نوموړی زياتوي چې په خاص کونړ ولسوالۍ کې د حضرت غفران(رح) تاريخي جومات او په وټه پور ولسوالۍ کې د ملاصاحب بابا تاريخي جومات ترميم چارې د تېرنظام پرمهال پيل شوې وې، خو نيمګړې پاتې دي.

نوموړي وويل چې د خاص کونړ تاریخي جومات د ترميم چارې نږدې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي.

ځايي خلک وايي چې په وټه پور ولسوالۍ کې د ملاصاحب بابا تاريخي جومات چې ۱۲۰ کاله قدامت لري، د ترميم چارې يې د هېواد سمون په نوم يوه ساختماني شرکت ته په څلور ميلیون ډالره اجاره ورکړل شوې وې چې چارې يې د نظام د بدلون له امله نيمګړې پاتې دي.

دغه راز په خاص کونړ والسوالۍ کې د حضرت غفران(رح) تاریخي جومات چې تر ۲۰۰کاله ډېر قدامت لري، د تېر نظام د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د څه د پاسه اته میلیون افغانیو په لګښت یې د ترميم چارې پيل شوې وې، خو اوس نيمګړې پاتې دي.

د کونړ یوشمېراوسېدونکي وایي، که حکومت د ژمي په موسم کې چې ورښتونه زیات وي د تاریخي سیمو، اثارو او ابداتو ساتنې او رغونې ته پاملرنه ونه کړي، وېره شته چې زیانمن او یاهم په بشپړ ډول له منځه لاړ شي.

د کونړ د وټه پور ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبیدالله پژواک ته وویل چې د تېر حکومت له لوري د دوی په سيمه کې د ملا صاحب بابا زیارت د ترميم چارې پيل شوې وې، خو د نظام په چپه کېدو سره نيمګړې پاتې دي.

نوموړی زياتوي چې د ملا صاحب بابا زیارت شاوخوا ۱۲۰ کاله تاریخي قدامت لري.

د ده په وينا چې تر اوسه یې ۱۵ يا ۲۰ سلنه تخریب شوې برخې ترميم شوې او د پخواني نظام په پرځېدو سره دغه کارونه په ټپه درېدلي دي.

نوموړی وايي چې دوی له نوي حکومت څخه غواړي چې د لرغونو اثارو او تاریخي ابدو ساتنې ته پاملرنه وکړي او په دې برخه کې د تېر حکومت پروژې بشپړې کړي.

د پخواني حکومت پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په کونړ کې نږدې ۱۷ تاریخي ابدې چې جوماتونه، زیارتونه او منارونه په کې شامل و، د لرغونو اثارو او ابدو په لېست کې شامل کړای شوي او د ځینو د ترميم چارې يې هم پیل شوې وې.

د خاص کونړ ولسوالۍ یو اوسېدونکی صاحب الله بیا وایي چې د دوی په سيمه کې د حضرت غفران (رح) تاریخي جومات ډېره برخه په اصلي بڼه رغېدلې، خو چارې یې لا بشپړې شوې نه دي.

د ده په خبره چې د ياد جومات د ترميم چارې د تېر حکومت پرمهال پيل شوې وې، خو لا بشپړې شوې نه وې چې نظام بدل شو.

نوموړی له اوسني حکومت څخه غواړي چې دا او دې ته د ورته تاريخي ځايونو د ترميم چارې دې بشپړې کړي.

Views: 209

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.