ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي

نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي

author avatar
16 Jan 2022 - 11:26
نیمروز کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي
author avatar
16 Jan 2022 - 11:26

زرنج (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰): نیمروز کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان ټپیان شوي دي.

د نیمروز امنیې قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول بهرام حقمل پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره ورځ یو لوکسل موټر له یوې لارۍ سره جنګېدلی چې له امله یې پنځه کسان ټپیان شوي دي.

هغه وویل چې دغه پېښه د چخانسور ولسوالۍ د دوراهي اړوند سیمه د نیمروزـ دلارام پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

حقمل په دې اړه چې ټپيان د کوم موټر اړوند دي، جزئیات ورنه کړل.

نوموړي زیاته کړه چې د یادې پېښې ټپیان د نیمروز ولایتي روغتون ته انتقال شوي او د هغوی روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

هغه د یادې پېښې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي وبلله.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې هم  د نیمروز د دلارام ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه موټر چپه کېدو پېښه کې دوه کسان مړه شوي وو.

Views: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.