Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کندهار کې د روان لمریز کال له پیله ۷۵ خوارځواکي ماشومان مړه شوي دي

کندهار (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۰): د کندهار د میرویس روغتون د ماشومانو د وارډ مسوولین وايي، په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې دغه روغتون ته ۱۹۴۷ خوارځواکي ماشومان ور وړل شوي چې ۷۵ تنو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغوی زیاتوي، د خوارځواکو ماشومانو شمېر ډېر خو د درملنې لپاره یې بسترونه او اسانتیاوې کمې دي.

دا څرګندونې د میرویس روغتون د ماشومانو د وارډ مسوول ډاکټر محمد صدیق له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه وویل، تېر ۱۳۹۹ لمریز کال په دغه روغتون کې ۱۷۳۴ تنه خوارځواکي ماشومان بستر شوي وو چې ۶۵ تنه یې مړه او پاتې یې روغ شوي وو.

دی زیاتوي، په روان ۱۴۰۰ لمریز کال کې بیا تر دې مهاله ۱۹۴۷ تنه په خوارځواکۍ اخته ماشومان ور وړل شوي او بستر شوي چې له ډلې یې ۷۵ تنه مړه شوي او نور له رغېدو وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د نوموړي په وینا، په کندهار کې له کاله د خوارځواکو ماشومانو مړینه ۴ سلنه ده چې لامل یې روغتون ته په وخت د دغسې ناروغانو نه رسول دي.

د ده په خبره، پنځه میاشتې مخکې چې جګړه ودرېدله او طالبانو هېواد ولکه کړ، روغتون ته د خوارځواکو ماشومانو د راوړلو کچه هم لوړه شوه ځکه لارې خلاصې شوې او خلکو ته د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شوې.

دی وایي، هغه مهال یې په یوه میاشت کې ۳۰۰ خوارځواکي ماشومان بستر کړي وو خو تېره میاشت دا شمېر ۲۵۰ ته راټیټ شو.

خو ده یادونه وکړه چې په دغه ولایت کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر ډېر خو د درملنې لپاره یې بسترونه او نور امکانات کم دي چې دوی له یې جدي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

هغه وویل: ((موږ په روغتون کې د ماشومانو لپاره ۱۵۵ بستره لرو خو دا مهال له موږ سره ۲۶۱ ماشومان بستر دي چې نژدې دوه برابره ډېر دي.))

صدیق زیاتوي، د کورنیو نه پاملرنه، غربت او بې روزګاري هغه لاملونه دي چې د خوارځواکو ماشومانو شمېر یې ډېر کړی دی.

دی وايي، اوس مهال په کندهار کې د ماشومانو او نسايي- ولادي ناروغانو لپاره ځانګړو روغتونونو ته اړتیا ده، ځکه میرویس روغتون د حوزې په کچه فعالیت کوي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو ورته سلګونه ناروغان مراجعه کوي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې دوی په روغتون کې د روغتیاپالانو له کمښت سره هم مخ دي چې باید په دې برخه کې همکاري ورسره وشي.

هغه کورنۍ چې خپل خوارځواکي ماشومان یې په دغه روغتون کې بستر کړي، خوشحاله دي چې له ستونزو سربېره د درملنې امکانات ورته برابر شوي دي.

د سپین بولدک اوسېدونکې ذالحجه هغه مور ده چې وړه لور یې په خوارځواکۍ اخته ده او په میرویس روغتون کې یې بستر کړې ده.

دې پژواک ته وویل، شاوخوا درې میاشتې کېږي چې لور یې له خوارځواکۍ کړېږي.

د دې په خبره، لور یې له لوږې او اقتصادي ستونزو له امله خوارځواکې شوې ده، ځکه دې ته په خپله سم خوراک نه رسېږي نو خپله ماشومه به څنګه په نس مړه کړي.

دا وايي، د همدې غربت له امله اړه شوې چې خپله لور د شخصي روغتون پر ځای په میرویس روغتون کې بستر کړي.

پښتنه بیا یوه بله ښځه ده چې خپل زوی یې په میرویس روغتون کې بستر کړی دی، دا وايي زوی یې په دوه کلنۍ کې خاورې خوړلې چې وروسته هیڅ خوړو اغېز نه ورباندې کاوه.

هغې وویل، د غربت له امله یې په دوامداره توګه ډاکټر ته خپل ماشوم نه دی بېولی ځکه یې ناروغي اوږده شوه او اوس یې په میرویس روغتون کې بستر کړی دی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په کچه د اقتصادي وضعیت له لوېدو سره د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه هم لوړه شوې ده چې خلک یې اندېښمن کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.