Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په لوګر کې د پاسپورټ وېش بیا ودرېد

پل علم (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۰): د لوګر د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د تخنیکي ستونزو له امله د پاسپورټ د وېش چارې تر نامعلومې مودې وځنډول شوې.

خو د لوګر اوسېدونکي دې پرېکړې خواشیني کړي او وايي، دا درېیم ځل دی چې د تخنیکي ستونزو په پلمه د پاسپورټ د وېش چارې درول کېږي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد الله انس پژواک خبري اژانس ته وویل، په لوګر کې د پاسپورټ وېش سر له نن (دوشنبې) د تخنیکي ستونزې له امله تر نامعلومې مودې وځنډېد.

هغه د تخنیکي ستونزې اړوند معلومات ور نه کړل خو یادونه یې کړه چې د پاسپورټ اداره هڅه کوي ژر ستونزه حل او دا بهیر بېرته پیل کړي.

ده له خکو وغوښتل چې د پاسپورټ اخیستلو لپاره دې د پاسپورټ مدیریت ته مراجعه نه کوي، کله چې ستونزه حل شوه نو د رسنیو له لارې به خبر ورکړل شي.

خو د لوګر اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش په درېدو خپه دي.

د محمد آغې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالباقي پژواک خبري اژانس ته وویل، له تېرې یوې میاشتې راهیسې له خپلې ولسوالۍ مرکز پل علم ته د پاسپورټ اخیستلو لپاره راغلی خو تر اوسه نه دی توانېدلی.

دی وايي، په کور کې ناروغان لري او غواړي د درملنې لپاره یې پاکستان ته بوځي.

د ده په خبره، د هرې ورځې په تېرېدو یې د ناروغانو ناروغي نوره هم ډېرېږي، په داسې حال کې چې اوس د پاسپورټ د وېش لړۍ هم ودرېدله، حیران دی چې څه چاره وکړي.

نوموړی له چارواکو غوښتنه کوي چې د خلکو ستونزو ته په کتو د پاسپورټ د وېش لړۍ نه یوازې بېرته ژر پیل کړي، بلکې دغه لړۍ چټکه او خپل مامورین ډېر کړي.

دا درېیم ځل دی چې په لوګر کې د پاسپورټ د وېش لړۍ د تخنیکي ستونزې په پلمه درېږي.

په هېواد کې له وروستیو بدلونونو سره د پاسپورټ اداره په تر ټولو بوخته اداره بدله شوې او هره ورځ په زرګونو کسان د پاسپورټ اخیستلو په لټه کې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.