کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰): د افغانستان کابینې د پولیسو یونیفورم له لږ بدلون سره تصویب کړ او پرېکړه یې وکړه چې له ازبکستانه – مزارشریف او پېښور ته د اوسپنۍ پټلۍ غځولو لپاره دې ځمکنۍ سروې وشي.
د چارو ادارې د خبرپاڼې له مخې، کابینې په نننۍ غونډه کې په دې اړه پرېکړه کړې څو په نږدې راتلونکي کې د یادې پټلۍ پروژې عملي کار پیل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې کابینې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یوه پلاوي ته دنده وسپارله چې پر دولتي ادارو د برېښنا شرکت، افغان پسټ، افغان ټیلیکام او نورو شرکتونو پورونه وڅېړي.
سرچینې لیکلي چې یادې غونډې د دیني مدرسو د فارغانو د اسنادو ارزونې او رتبو د تثبیت په اړه هم طرحه تایید کړه.
د خبرپاڼې له مخې، د دعوت او ارشاد ریاستونو تشکیل منظور او دغه ریاست ته ټاکل شوی نصاب د کتنې لپاره د علومو اکاډمۍ د مشر شیخ فریدالدین محمود په مشرۍ لوړرتبه پلاوی وټاکل شو.
د سرچینې په وینا، کابینې د خرڅلاو لپاره داوطلبۍ ته د سي اېن جي ګاز وړاندې کولو په اړه د کانونو او پټرولیم وزارت غوښتنه تصویب کړه او اقتصاد کمېسیون ته یې دنده وسپارله چې د بهرنیو شرکتونو له خوا د پانګونې د قراردادونو څرنګوالی او شرایط په هر اړخیز ډول وڅېړي.
دغه راز د کابینې نننۍ غونډې د کورنیو چارو وزارت له خوا د پولیسو لپاره انتخاب شوی یونیفورم له معمولي بدلون سره تایید کړ.
خو سرچینې په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
Views: 841
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن