ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملګرو ملتونو کارپوهان: «اسلامي امارت» له ټولنیز ژونده د ښځو او نجونو لرې کولو په هڅه کې دی

د ملګرو ملتونو کارپوهان: «اسلامي امارت» له ټولنیز ژونده د ښځو او نجونو لرې کولو په هڅه کې دی

author avatar
18 Jan 2022 - 14:58
د ملګرو ملتونو کارپوهان: «اسلامي امارت» له ټولنیز ژونده د ښځو او نجونو لرې کولو په هڅه کې دی
author avatar
18 Jan 2022 - 14:58

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۰): د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو ډلې ویلي چې د «اسلامي امارت» مشران په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او تبعیض د بنسټیز کېدو په حال کې دي، خو حکومت دغه ادعا رد کړې او دا یې پروپاګند بللی دی.

دغه کارپوهانو تېره ورځ (دوشنبه د مرغومي ۱۷مه) وویل: ((موږ په ټول هېواد کې له ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي برخو څخه د ښځو لرې کولو په خاطر د سیستماتیکو او مستمرو هڅو په اړه اندېښمن یو.))

د دوی په خبره، د هغو ښځو پر وړاندې تبعیض چې په قومي، مذهبي او ژبنیو اقلیتونو پورې تړاو لري، د نورو ښځو او نجونو په پرتله ډېر دی.

دغه کارپوهان وايي: ((دغه سیاستونه د بیان ازادي او په عمومي او سیاسي چارو کې د دوی پر محدودولو سربېره د کار او معاش په برخه کې د ښځو پر توانایي اغېز کړی او هغوی یې تر ډېره د بېوزلۍ لور ته نږدې کړې دي.))

د دوی په خبره، دغه تبعیضي سیاستونه د ځینو اقدامونو، لکه دندو ته د ښځو د بېرته تګ د مخنیوي، په عمومي ځایونو کې له ښځو سره د نارینه د موجودیت اجباريتوب، په یوازيتوب کې د عمومي نقلیه وسایلو له استفادې د ښځو منعه کول او دغه راز د د جامو اغوستلو په برخه کې یې د سختو قوانینو رامنځته کولو له لارې تطبیق کېږي.

د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان کمېشنرۍ دفتر وايي، د تېر حکومت له سقوط وروسته هدفي تبعیض او د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د ښځو لپاره ژوند سخت کړی دی.

دغه کارپوهانو له خپلو اساسي حقونو د هغو ښځو او نجونو د دوامداره محرومیت چې نیمه لوړې او لوړې زده کړې یې ترسره کړې، ځانګړې اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، له اووم د پورته ټولګیو پر نجونو زده کوونکو د ښوونځیو بندېدل یوازې د دوی پر جنسیت پورې تړاو لري او ښوونځي ته له لاسرسي محرومې شوې دي.

په ورته وخت کې یاد کارپوهان په افغانستان کې د ښځو چارو وزارت او بشري حقونو خپلواک کمېسیون تړل کېدو ته په اشاره وايي: ((موږ نن وینو چې په افغانستان کې له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو د لرې کېدو لپاره منظمې هڅې روانې دي. په یادو هڅو کې د هغو بنسټونو او میکانیزمونو له منځه وړل شامل دي چې له دې مخکې له هغو ښځو سره د مرستې په پار جوړ شوي وو چې له خطر سره مخ دي.))

دغه کارپوهانو د بشر حقونو د مدافعو ښځو، فعالو ښځو، مدني ټولنو مشرانو، ښځو قاضیانو، ښځنیه امنیتي سرتېرو، ښځو خبریالانو او هغو ښځو چې د تېر دولت کارکوونکې وې، په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، یادې ټولې ښځې د پام وړ ازار او ځورونې، ګواښ او تاوتریخوالي له خطر سره مخ شوې او د دوی لپاره مدني فضا سخته تخریب شوې چې له امله یې ډېری یادې ښځې د هېواد پرېښودو ته اړې شوې دي.

په ورته وخت کې یاد کارپوهانو د دې په څرګندولو چې له هغو افغان ښځو او نجونو سره په یو ډول د چارواکو د خشن چلند چې د خپلو اساسي حقونو ادعا لري د اندېښنې وړ ده او ویلي یې دي: ((د ناقانونه وژنو او قومي او مذهبي اقلیتونو لکه هزاره ګانو اجباري ځای پر ځای کولو په تړاو د خپرو شوو راپورونو په اړه اندېښمن یو، دا خپله ښيي چې د دوی د هدف ګرځولو، منعه کولو او ان له هېواده د ایستلو لپاره عمدي هڅې روانې دي.))

د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان ته د ضروري بشري مرستو د لېږلو بهیر چټک کړي. ځکه فقر او مجبورۍ پر ښځو، ماشومانو، اقلیتونو او هغو کورنیو چې سرپرستي یې ښځې کوي ډېر بد اغېز کړی دی.

یادو کارپوهانو دغه راز له  نړیوالې ټولنې غوښتي چې ډاډ ترلاسه کړي چې پر ښځو لګېدلي محدودیتونه ژر تر ژره لرې کړي او د ښځو حقونو چې د ټولنې نیمايي برخه دي، تر پښو لاندې کولو ته د پای ټکی اېښودل کېږي.

د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي دغه څرګندونې بې اساسه وبللې او ویې ویل: ((دغه موضوعات تکراري او پروپاګند دی، اوس مهال ښځې په حکومتي ادارو کې فعالیت لري.))

په ورته وخت کې یو شمېر نورو حکومتي چارواکو په بېلابېلو ناستو کې د ښځو پر زده کړو، تحصیل او کار ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې د ۱۴۰۱ هـ ش کال په پیل کې به د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

Views: 88

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.