Language

یو لوړپوړی حکومتي پلاوی ناروې ته روان شو

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۰): د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو لوړپوړی حکومتي پلاوی نن مازیګر ناروې ته روان شو.

د حکومت د ویاند مرستیال انعام‌الله سمنګاني په یوه ټویټ کې ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په مشرۍ او د ناروې هېواد په رسمي بلنه نن مازیګر یو پلاوی په لومړي ځل اروپا ته روان شو.

سرچینې زیاته کړې چې یاد پلاوی به د ناروې او نورو هېوادونو له چارواکو او دغه راز یوشمېر افغانانو سره د مرستو او نورو بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې په دغه پلاوي کې ۱۵کسان شامل دي.

هغه زیاته کړې چې په دې درې ورځني سفر کې به د ناروې له چارواکو، د اروپايي ټولنې له استازو، له امریکایي او عربي هېوادونو له دیپلوماټانو سره د بېلابېلو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

نوموړی وایي:((هیله لرم چې دغه سفر له لاسته راوړنو ډک وي، له اروپا سره د اړیکو په ټینګښت برخه کې ښې لاسته راوړنې ولرو او د اروپا زیات ملاتړ او مرستې جلب کړو.))

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.