ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع وزارت سرپرست: هغه وخت را رسېدلی چې د افغانستان ټول قومونه تر واحد چتر لاندې ژوند وکړي

د دفاع وزارت سرپرست: هغه وخت را رسېدلی چې د افغانستان ټول قومونه تر واحد چتر لاندې ژوند وکړي

author avatar
29 Jan 2022 - 18:04
د دفاع وزارت سرپرست: هغه وخت را رسېدلی چې د افغانستان ټول قومونه تر واحد چتر لاندې ژوند وکړي
author avatar
29 Jan 2022 - 18:04

میمنه\ شبرغان (پژواک،۹ سلواغه ۱۴۰۰): د دفاع سرپرست وزیر فاریاب او جوزجان ولایتونو ته د سفر پر مهال ویلي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې افغانستان بحران خواته یوسي.

د ملی دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد، لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت او د الفتح قول اردو قوماندان مولوي عطاءالله عمري پرون غرمه د فاریاب ولایت مرکز میمنې ته سفر وکړ او د الفتح قول اردو په انګړ کې یې له ملکي او نظامي مشرانو، دیني عالمانو او سلګونو امنیتي ځواکونو سره خبرې وکړې.

د جوزجان ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې مجاهد پرون مازیګر جوزجان ته راغی، لومړی یې د ۲۰۹ الفتح قول اردو دویمې لوا قوماندانۍ ته لاړ او هلته یې د دې لوا له مشرتابه پلاوي سره وکتل او وویل:«خلکو ته ډاډ ورکوو چې د هغوی له سر او مال څخه به ساتنه کوو او هېچا ته به اجازه ورنه کړو چې هېواد دې یو ځل بیا بحران خوا ته بوځي.»

هغه څرګنده کړه چې اوسنی حکومت د خلکو په همکارۍ او په ډېرو قربانیو منځته راغلی او د خلکو خدمت به کوي.

نوموړي زیاته کړې:«مجاهدینو له ۲۰ کلونو مبارزې وروسته د غلامۍ او اسارت ځنځیرونه وشلول، هېواد او خلک یې د مستعمره حکومت له شره ازاد کړل، اوس هغه وخت را رسېدلی چې ټول قومونه تر واحد چتر لاندې د هېواد په ودانولو کې هڅه وکړي څو زموږ هېواد ودان او پرمتګ وکړي.»

نوموړي ویلي:« جوزجان او نورو ولایتونو ته زموږ د سفر موخه داده چې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره  لیدنې ولرو، د ښې حکومتولۍ په اړه د هغوی نظرونه او وړاندیزونه واورو.»

مجاهد فاریاب ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د حاکم نظام د ساتنې تر څنګ د ميمنې ښار د دوو اوونیو مخکې لاریون او د اوسني حکومت د یوه قوماندان مخدوم محمد عالم نیول کېدو ته په اشارې زیاته کړه:« مخدوم د محکمې په وړاندې تورن دی، څېړنې روانې دي که ظالم و نو سزا به وویني او که مظلوم و خوشی به شي، خو څو تنو قومي مسایلو ته لمن ووهله، لاریون یې وکړ او د خلکو د شهادت لامل شول.»

هغه وویل، چا چې په لاریون کې ګډون کړی و هغوی هغه اربکیان و چې مخکې یې د ژبې، قوم، ګوند له نومونو استفاده کړې زموږ ملت یې ټوټه ــ ټوټه کړی، هر ظلم یې چې له لاسه کېده هغه یې تر سره کړی دی.

د دفاع وزیر وایي، په دغه نظام کې که هرڅوک وي او په هر مقام کې وي والي، ولسوال، یا د قول اردو قوماندان یا د کنډک قوماندان وي، مکلف دی چې له نظام او قانون څخه اطاعت وکړي.

هغه له ټولو امنیتي ځواکونو او خلکو وغوښتل چې قدرت ته په رسېدو له امله غرور ونه کړي او هېچا ته اجازه ورنه کړي چې ژبني او قومي مسایلو ته لمن ووهي.

لوی درستیز قاري فصیح الدین، د قول اردو قوماندان مولوي عطاالله عمري، د فاریاب امنیه قوماندان مولوي محمد حذیفه او د فاریاب د فقهي شورا رییس مولوي غلام نبي غفوري په خپلو خبرو کې د امنیت پر ټینګښت، ملي وحدت او پایدارې سولې او د افغانستان په پرمختګ ټينګار وکړ.

Views: 116

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.