Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په افغانستان کې هر کال د سرطان له امله ۲۰زره کسان مړه کیږي

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۰): د عامې روغتیا وزارت وايي چې افغانستان کې هر کال ۴۰زره کسان پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي او له دې ډلې نیمايي يې ساه ورکوي.

له سرطان سره د مبارزې نړیواله ورځ (د فبرورۍ څلورمه) هر کال نمانځل کېږي او خلکو ته له سرطان ناروغۍ څخه د مخنیوي په اړه پوهاوی ورکول کېږي.

نن هم په همدې مناسبت کابل کې «له سرطان ناروغۍ څخه د مخنیوي تشه ډکه کړئ» تر شعار لاندې دغه ورځ ونمانځل شوه.

په نننیو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست قلندر عباد بیانیه کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ د معین ډاکتر محمد حسن غیاثي له خوا ولوستل شوه راغلي و، افغانستان کې هر کال شاوخوا ۴۰زره کسان پر سرطاني ناروغیو اخته کېږي چې له دې ډلې له ۱۶ تر ۲۰زره کسان د دغې ناروغۍ له امله ساه ورکوي.

د هغه په خبره، هر کال نړۍ کې تر ۴۴ میلیون ډېر کسان پر سرطاني ناروغیو اخته کېږي چې له دې ډلې شاوخوا ۱۰ میلیون یې ساه ورکوي.

هغه کابل، هرات او بلخ ولایتونو کې د سرطاني ناروغانو د درمنلې د مرکزونو جوړول، د روغتیايي کارکوونکو روزل او هغوی ته د سرطاني ناروغیو په اړه پوهاوی ورکول، په ټولنه کې د خلکو د پوهاي کچې لوړول په هېواد کې له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې برخه کې د یاد وزارت لاسته راوړنې وبللې.

ده وویل، په داسې حال کې چې افغانان د سرطاني ناروغیو د درملنې او تشخیص د مرکزونو له نه موجودیت څخه ځورېږي دغه وزارت د نړۍ د اتومي اژانس په همکارۍ درې راډیوتراپي مرکزونو (د وړانګې په وسیله د سرطان درملنه) جوړولو برخه کې ګام اخیستی دی.

هغه زیاته کړه چې افغانستان د دغو درېیو مرکزونو د رامنځته کولو لپاره ټول اقدامات ترسره کړي خو دا چې اوږدمهاله بهیر دی ښايي راتلونکو کلونو کې دغه مرکزونه جوړ شي.

د سرطان برخې ملي مسوول عیسی ابراهیمي افغانستان کې د سرطان تر ټولو ډېر خپرېدونکې نوعې د خولې او شونډو سرطان، د سینو سرطان، د معدې سرطان، د سږي سرطان، د مرۍ سرطان او د رحم سرطان وبللې.

هغه وویل، د سرو کړو خوړو څخه استفاده، د فزیکي فعالیت نه شتون، له تنباکو څخه استفاده، د چاپېریالي روغتیا نه مراعاتول او ناسالمه تغذیه هغه موارد وبلل چې ټولنه کې پر سرطان د خلکو د اخته کېدو لامل کېږي.

په ورته وخت کې ډاکتر اختر محمد افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په استازیتوب وویل، له سرطاني ناروغیو سره د مبارزې ورځ د ټولو لپاره ښه فرصت دی چې خپل ملاتړ په ډاګه کړي او د سرطان پر وړاندې واحد غږ پورته کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.