ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار په موزیم کې د شپږو لرغونو دورو ۳زره تاریخي اثار ساتل کېږي

د کندهار په موزیم کې د شپږو لرغونو دورو ۳زره تاریخي اثار ساتل کېږي

author avatar
9 Feb 2022 - 13:04
د کندهار په موزیم کې د شپږو لرغونو دورو ۳زره تاریخي اثار ساتل کېږي
author avatar
9 Feb 2022 - 13:04

کندهار (پژواک، ۲۰ سلواغه ۱۴۰۰): د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د کندهار موزیم چې د هېواد له بډایه موزیمونو دی، د شپږو لرغونو دورو ۳زره قلمه تاریخي اثار په کې په ډېره ښه توګه ساتل شوي دي.

دا څرګندونې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نوراحمد سعید له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.

نوموړي وویل، د کندهار په موزیم کې له شته ۳زره تاریخي اثارو ۷۹۱ یې ثبت شوي او د پاتې نورو د ثبت چارې روانې دي.

هغه وايي، په موزیم کې د شپږو لرغونو دورو (د ډبرو دورې، د برونزو دورې، د باختریانو دورې، د کوشانیانو دورې، اسلامي دورې او معاصرې دورې) بېلابېل اثار چې زرګونه او سلګونه کلونه قدامت لري، پراته دي چې سیلانیان یې هر وخت لیدلای او ننداره کولای شي.

دی زیاتوي، په دې وروستیو کې دغه موزیم ته ۲۶ تاریخي ټوپک هم سپارل شوي او له خلکو غواړي چې نور تاریخي اثار هم دغه موزیم ته وسپاري.

ده وویل: ((د اسلامي امارت له راتګ وروسته ۲۶ تاریخي توپکان چې ۱۵۰ کاله او یوه توره چې ۸۰ کاله تاریخ لري، د کندهار موزیم ته سپارل شوي دی.))

هغه له خلکو وغوښتل چې د تاریخي اثارو له قاچاق او پلوره ډډه وکړي او ټول تاریخي اثار دغه موزیم ته وسپاري څو په ګډه د خپل هېواد تاریخ وساتو.

دی وايي، دا چې موزیم ته د ورتګ او له اثارو د لیدنې لپاره ۲۰ افغانۍ فیس ټاکل شوی خو دوی تر اوسه له چا پيسې نه دي اخیستي ځکه اکثره وخت له موزیم څخه د ښوونځيو زده کوونکي یا محصلان لیدنه کوي.

د اطلاعات او فرهنګ رییس د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د موزیم لپاره اوسنی ځای مناسب نه دی، ځکه ډېر خلک خبر نه دي چې دلته موزیم شته، د موزیم لپاره باید بېله ځانګړې معیاري ودانۍ جوړه شي.

نوموړي په کندهار ښار کې د احمد شاه بابا او میرویس نیکه د کورونو په اړه هم معلومات ورکړل چې په تېر جمهوري نظام کې یې د ترمیم او په موزیمونو د بدلولو پلان جوړ شوی و.

ده وویل، یاد شوی پلان به علمي کېږي او دواړه تاریخي کورونه به رغول کېږي.

هغه دغه راز یادونه وکړه چې د کندهار په نارنج ماڼۍ کې به هم د کېندنو درېدلی کار بیا پیل کړي.

دی وايي: ((دا چې مخکې د نارنج ماڼۍ په تاریخي سیمه کې د کیندنې کار روان و او اوس درېدلی دی، موږ به یې یو ځل بیا شروع کړو او تمه ده چې هلته نور اثار لکه پخوا چې تر لاسه شوي وو بیا هم تر لاسه شي.))

بلخوا د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست د تاریخي ابداتو مدیر شېر احمد شهاب وایي، د کندهار په موزیم کې لرغوني خټین او فلزي لوښي، فلزي مجسمې، لرغونې وسلې، ښځينه ګېڼې، قلمي نسخې او بېلابېل نور لرغونې اثار ساتل کېږي چې ځینې یې له مېلاد مخکې او ځینې یې له ۱۸۰۰ کلونو بیا تر یوې پېړۍ تاریخي مخینه لري.

د هغه په خبره، تاریخي اثار او ابدات د یو هېواد هویت دي چې ساتنه یې یوازې د دولت نه، بلکې د ټولو خلکو دنده ده.

د ده په وینا، خلک او دولت په ګډه باید د لرغونو اثارو د له منځه وړلو او قاچاق مخنیوی وکړي.

د کندهار یو فرهنګپال نجیب الله هم وایي، د ویاړ ځای دی چې په کندهار کې زرګونه تاریخي اثار موجود دي چې دا د همدې سیمي د یوه لوی او لرغوني تاریخ ښکارندویي کوي.

د هغه په وینا، په دې وروستیو کې ویني چې کندهار موزیم ته د سیلانیانو ورتګ زیات شوی او ځینې وخت ان بهرني سیلانیان هم ورځي.

ده وویل: ((دلته موږ ډېر داسې تاریخي اثار لرو چې زموږ د هېواد لرغونتوب په ګوته کوي، ډېر هېوادونه داسي اثار نه لري، دا زموږ د اوږده تاریخ ژوندۍ بېلګې دي چې ټول ولس یې باید په ښه توګه ساتنه وکړي.))

موزیم ته راغلی یو تن سیلاني فضلي احمد محسن وايي، د خوښۍ احساس کوي چې کله د خپل هېواد پخواني اثار ویني.

دی غوښتنه کوي چې د کندهار موزیم لپاره دې ځانګړې معیاري ودانۍ جوړه شي څو ډېر خلک یې لیدلو ته راشي چې په دې توګه به دولت له دې لارې عواید هم تر لاسه کړي.

د کندهار موزیم کې ډېر تاریخي اثار لا هم په صندقونو کې پراته دي چې د مسوولینو په خبره، له پاکولو او ثبت وروسته به یې له نورو اثارو سره یو ځای نندارې ته وړاندې کړي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.