غزني (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني امنیتي چارواکي د هغې نجلۍ د موندلو او خپلې کورنۍ ته د سپارلو خبر ورکوي چې دوه ورځې وړاندې تښتول شوې وه.
د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند سید اسحاق صالح پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده شوې ۱۴ کلنه نجلۍ د دوو تنو (زوی او مور) له خوا د غزني ښار له بهلول سیمې څخه تښتول شوې وه.
دی وايي، زوی او مور تښتول شوې نجلۍ لومړی کابل ته بېولې او هلته له یوې شپې تېرولو وروسته نن بېرته غزني ته راغلي وو او غوښتل یې د غزني ښار علي لالا سیمې ته لاړ شي چې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شول.
هغه زیاتوي، نجلۍ خپلې کورنۍ ته سپارل شوې او د دې د تښتولو په تور له نیول شوو زوی او مور څخه پلټنې پیل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن