پلخمري (پژواک، ۲۳ سلواغه ۱۴۰۰): د بغلان په مرکز پلخمري کې د دغه ولایت د ټولو ولسوالیو د پهلوانانو تر منځ د غېږنیونې (کورش) سیالي وشوه.
د بغلان د ورزش امر قاري امیر محمد امیري د دې سیالي په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولایت کې د غېږ نیونې دا سیالي په دې موخه پیل شوې چې د هېواد په کچه ورته جوړېدونکې سیالي ته غوره لوبغاړي انتخاب کړي.
هغه زیاته کړه، د سیالي په پای کې به وتلي لوبغاړي په بلخ کې د هېواد په کچه جوړېدونکې د غېږنیونې/کوروش په سیالي کې برخه واخلي.
د بغلان د ورزشي امریت مرستیال ډاکټر عثمان شېرزي د غېږنیونې د نننۍ سیالي په اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، نننۍ سیالي له ټولو ولسوالیو د غوره لوبغاړو د انتخابولو په موخه جوړه شوې وه.
دی زیاتوي، په دې سیالي کې له ټولو ولسوالیو ۸۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه چې ۱۴ وتلي لوبغاړي ورڅخه انتخاب شول.
د ده په خبره، دا لوبغاړي به د هېواد په کچه د سیالیو تر څنګ په ازبکستان کې په جوړېدونکو سیالیو کې هم برخه واخلي.
شېرزی وايي، د نظام بدلون په لومړیو میاشتو کې پر ورزش سیوری غوړولی و، خو هڅې کوي حالت ورو ورو عادي شي او له دغه ولایته تللي لوبغاړي هم بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
د بغلان د کورش لوبې فدراسیون مسوول سهراب مبارز وايي، کورش له پخوانیو لوبو ده چې په بغلان کې ډېر لوبغاړي او مینه وال لري او دوی یې د لا ودې لپاره کار کوي.
په بغلان کې د کورش تر څنګ د فوټبال، والیبال، فوټسال، کرکټ، کراټې، سوک وهنې او نورو لوبو لوبډلې شته چې وخت په وخت خپلمنځي سیالۍ هم کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP