Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د خوړو نړیوال سازمان په غزني کې پر ۳۵۰۰ اړو کورنیو د خوراکي توکو وېش پيل کړ

غزني (پژواک، ۲۵ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني د مقر او آب بند ولسوالیو پر ۳۵۰۰ اړو کورنیو د خوراکي توکو وېش پیل شو.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مطبوعاتو امر منصور افغان پژواک خبري اژانس ته وویل، د خوراکي توکو د مرستې دا لړۍ د خوړو نړیوال سازمان/WFP له خوا پیل شوې او هغو اړو کورنیو ته به ورکړل شي چې په سخت اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته به دوه بورۍ اوړه، دوه بوشکې غوړي، مالګه او د ماشومانو لپاره خوراکي توکي ورکړل شي.

دی وایي، پوره هڅه کوي دا مرستې تر اړو او مستحقو کورنیو ورسېږي او دا لړۍ به روانه وي.

خلک خوشحاله دي چې مرسته ورسره کېږي خو په وېش کې یې د عدالت غوښتنه کوي.

د مقر اوسېدونکي شریف الله چې مرسته یې تر لاسه کړې، پژواک ته وویل: ((موږ په کور کې ۱۵ تنه یوو، خوشحاله یم چې د خوراکي توکو مرسته راسره وشوه، یوه میاشت به مو ګوزاره ورباندې وشي، خو دې ته بیا خپه یم چې میاشت وروسته به څه کوم؟))

دی وايي، حکومت او مرستندویه ادارې دې دوی ته د ژوند کولو داسې لارې چارې برابرې کړي چې کار وکړي او له غربته خلاص شي.

نوموړي د مرستو په وېش کې له بې عدالتۍ هم شکایت وکړ او ویې ویل چې ډېر مهال د کلیو استازي په لیستونو کې د مستحقو کسانو پر ځای خپل خپلوان نیسي.

هغه د دې چارې مخنیوی وغوښت او ټینګار یې وکړ چې مرستې باید یوازې اړو او بې وزلو کورنیو ته ورکړل شي.

خو چارواکو په وار وار ویلي چې د مرستو په وېش کې د فساد مخنیوی کوي او یوازې هغه کسان به مرستې ترلاسه کوي چې مستحق وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.