غزني (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۰): د غزني د سردې بند کانالونو جوړولو پروژې سروې بشپړه او عملي کارونه یې پيل شول.
دغه بند چې ۵۴ کاله مخکې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې جوړ شوی، له تېرو دېرشو کلونو راهیسې په کې د بیارغونې هیڅ کار نه و شوی.
د غزني ولایت ویاند حافظ عمر غزنوي پژواک خبري اژانس ته وویل، حکومت په یوه تازه ګام کې د دغه بند پروژې کارونه پیل کړي چې په کې د کانالونو پاکول، د سیفونونو رغول، د نیالګیو لپاره د حوضونو جوړول، د نیالګیو اېښودل او نور شامل دي.
هغه زیاته کړه، پر دې پروژه ۱۰۰زره امریکايي ډالر لګښت راځي چې د خوړو نړیوال سازمان /WFP له خوا ورکول کېږي.
دی وايي، سردې بند د هېواد په کچه دویم لوی بند دی چې په ۱۳۴۶ لمریز کال کې جوړ شوی او د دوو (ښي او چپ) کانالونو په لرلو ۷۶زره جریبه ځمکه خړوبوي.
د ده په خبره، د دغو کانالونو په وسیله خړبېدونکې ۷۰ سلنه ځمکې د دولت ملکیت دی او پاتې ۳۰ یې د خلکو دي.
هغه وویل: ((د سردې بند په پروژه کې له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د بیارغونې کومه چاره نه وه ترسره شوې، خو د امارت په راتلو د غزني ولایت د سیندیزې فرعي حوزې د دې پروژې سروې وکړه او اړوند پروپوزل یې HAALO موسسې ته ورکړ چې مالي لګښت یې د خوړو نړیوال سازمان له خوا ورکول کېږي.))
د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې هره ورځ ۵۰۰ کسان کار کوي چې په بشپړېدو به یې د ۸۰ کليو ۹۵زره خلک ګټه واخلي.
د غزني اوسېدونکي د دې مهمې پروژې پر پيلېدو خوښ دي خو له حکومته ځينې غوښتنې هم لري.
د اندړو ولسوالۍ یوه ۷۰ کلن کروندګر خیرمحمد پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه بند د کانالونو له رغولو سره به ډېرې ځمکې تر اوبو لاندې شي او کرنه به وده وکړي.
دی زیاتوي، که کانالونه په اساسي ډول جوړ او په مسلکي توګه کار ورڅخه واخیستل شي، نو تر ځمکې لاندې به د اوبو کچه لوړه شي، د ځمکو او باغونو حاصلات به څو برابره ډېر شي.
د غزني ښار یو اوسېدونکی نوراحمد هم د سردې بند پروژه د دغه ولایت لپاره مهمه ګڼي خو له حکومته غوښتنه کوي چې بند ته څېرمه دې د خلکو د تفریح په موخه هم پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړه، بند ته څېرمه دې پارکونه او هوټلونه جوړ شي، څو له یوې خوا خلکو ته کار وموندل شي او بله خوا دا سیمه په یوه تفریحي ځای بدله شي، داسې به دولت له دې ځایه عواید هم ولري.
د معلوماتو له مخې، د سردې بند څه باندې ۶۲ میلیونه متره مکعبه اوبه زېرمه کولای او نږدې ۷۴زره هکتاره ځمکه خړوبولای شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP