خوست ښار (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۰): د خوست ښاروالۍ نن د ياد ښار په پنځمه ناحيه کې د څلور کيلومتره سړک د جوړېدو کار پيل کړ.
دغه دويم لاين سړک چې د پنځمې ناحيې اړوند د ښار له شمالي برخې منګلو اډې څخه د ورغه تر کلي رسيږي، د مرکز متون د ځينو سیمو ترڅنګ د دغه ولايت دوه ولسوالۍ قلندر او موسی خېل له خوست ښار سره نښلوي.
ولايتي مسوولين وايي چې د سيمې اوسېدونکو د څو څو ځله غوښتنو په اساس یې د دويم لاين سړک د مسير معلومولو او هواري کار پيل کړ، چې ورسره به د يادو دوو ولسواليو د اوسېدونکو ډېرې ستونزې حل شي.
د خوست ښاروال قاري بسم الله بلال د دغه سړک د کار د پيل پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، لومړنی سړک د دې جوګه نه دی چې په يوه وخت دې پرې لوی او واړه موټر له دواړو لوریو تګ راتګ وکړي.
ده زياته کړه چې د دغه سړک د لګښت په اړه معلومات نه لري.
نوموړي وويل چې د دويم سړک د جوړېدو کارونه يې پيل کړي او د را روان کال بودجې ته په کتو به يې د قير کېدو پلان هم نهايي شي.
ورته مهال د خوست والي مولوي محمدنبي عمري هم د ياد سړک د کار په پيل کېدو خوښي وښوده او د ښاروالۍ کړنې یې وستایلې چې د خلکو د هوساينې او اسانتيا لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
نوموړي په ورته وخت کې د غصب شویو ځمکو په اړه وویل، هغه ځمکې چې غاصیبنو غصب کړې دي ډېره برخه يې حکومت ته سپارل شوي او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې پاتې غصب شوې ځمکې دې هم ورته وسپاري.
بل پلو پر ياده لار تلونکي خلک وايي چې د تګ راتګ پر مهال د لومړي سړک د تنګ والي له امله زياتره وخت د لارې بندېدو ستونزې سره مخ وي او ځينې وخت پرې ترافيکي پېښې هم رامنځته کيږي.
د عثمان په نوم د سيمې يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل، د دويم لاين سړک له جوړېدو وروسته به دا ستونزې حل شي او د تګ راتګ پرمهال به خلکو ته زيات سهولتونه برابر شي.
د فريد په نوم پر دغه لار تلونکي يو بل کس هم پژواک ته وویل،خوښ دی چې دغه لاره جوړیږي او د ښاروالۍ یاد اقدام ستايي.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن