Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې يوه اندازه نشه يي توکي نيول شوي

کابل (پژواک ۱۱ کب ۱۴۰۰): د کابل امنيتي مسوولین وايي چې په پیل شويو تصفيوي عملیاتو کې يې لسګونه بوتله شراب، زرګونه ټابلیت "کا" او لسګونه کیلوګرامه چرس نيولي دي.

د امنيه قومندانۍ وياند خالد ځدراڼ وايي چې امنيتي ځواکونو د کابل ښار د تصفيوي عملیاتو په جریان کې د څلورمې، شپږمې او دولسمې حوزو اړوندو سيمو کې يوه اندازه نشه يي توکي نيولي دي.

ده زياته کړه، په دې موادو کې ۴۰زره ټابلیت "کا"، څه باندې سل بوتله شراب او څه باندې ۳۰ کیلوګرامه چرس شامل دي.

د هغه په وينا، د دې موادو په تور ۴ کسان نيول شوي چې پر خپلو جرمونو يې اعتراف هم کړی دی.

نوموړي له هېوادوالو وغوښتل چې د پيل شويو عملیاتو ملاتړ وکړي او هر هغه اشخاص چې نظام او ولس ته خطر پېښوي، امنيتي ځواکونو ته دې په ور ښودلو کې همکاري وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.